نظم

اجتناب د محتسب په شاهد او په ليدل دده، مين کېدل او خبرېدل د قاضي په دا حال او ويستل دشاهد

عبدالحمید مومند

چې ظاهر پکې د حسن طمطراق شي

هغه ځای د صبر زهد طاقت طاق شي

چې يې غشي دنظر بلې لمبې وي

هغه مخ ته پارسايي سپر د پنبې وي

موم له اوره سره څه کا،يخ له نمره

څه شوخي د سپند رسي له مجمره؟

که د سر سلامتگي غواړې اې وروره

په وښکلو تورو مه خېږه ځان ژغوره

رستمان د صبر زهد په دا په ځمکه

و هلک ته دزارۍ واښه په خوله کا

خس و خار کاندي ددې در و ديوار

په بلند آواز دعوی د انالنار

په يوه نظر دعقل ډېر وگړی

دې خوبانو لېونی مسخره کړی

چې يې خوند دخوږو شونډو بلاخيز دی

فرمايلی ترې طبيب ځکه پرهېز دی

له شاهده سره ستا څه دي زاهده

دا دعوه کوې بې گواهه بې شاهده

نر ناحقه زياتوې د زړه مرض

واوره هلته څه غرض چې نه غرض

له خوبانو سره ځای د پرخاش نشته

بې ددم قدم نيولو تلاش نشته

چې غوغا شوه د شاهد د حسن عامه

عام و خاص يې بهرمند شو له انعامه

په هر ځای چې به يې مخ کړه بله شمع

پتنگان غوندې به خلق شوو پرې جمع

مستورې به يې د حسن له سراغه

په روش به سروې سر وکېښ له باغه

شېخ ملا چې به يې سود په افسانه کړ

په دا کار به يې مسجد قصه خانه کړ

هسې شان يې شو دوکان د حسن گرم

چې يې مات کړ د هر چا د شرم درم

په ولاړ يې شوه د مخ فتنه ولاړه

نهايت تر محتسبه پورې لاړه

محتسب د احتساب په طمطراق شو

پروانه د هغې شمعې تر اتاق شو

په ليدو د محتسب بگت بازان

ځانه ځان لکه زاغان شوو گرېزان

هغه ځای يې له هيبته د زاهد

د غونچې په څېر اوده پرېښو شاهد

چې په اصل بگتيا وو کوفتيا وو

مخ يې ورک شه که اته وو که اتيا وو

محتسب چې نا اميد هلته له بل شو

گېرو پېر په هغه گل لکه بلبل شو

عاقبت يې کړ پلو له مخه پورته

پروانه غوندې يې ځان واچاوه اور ته

چې اوده فتنه يې ويښه کړه له خوبه

د آرام کشور يې ډک شو له آشوبه

چې يې سترگې کړې د ناز له خوبه غټې

پرې يې تويې کړې د عشق د اور سکروټې

په يوه نظر يې هسې دېوانه کړ

چې يې درست له عقل هوشه بېگانه کړ

هسې غشی يې په زړه وخوړ رسا

چې د وعظ دم يې نه واهه پارسا

طمطراق د احتساب شوځنې پاتې

د پرهېز د آب واداب شوځنې پاتې

ورته هسې حيران پاتې لکه بوت شو

دم يې نه واهه بې دمه تش کالبوت شو

په دب دب يې شوه د عشق پازه د پاسه

د ادب دُره يې پرېوته له لاسه

چې يې بل لره راوړي وه تياره

په هغه دُره يې ځان وواهه ياره

د گيدړو ښکار يې کړ په مزري واوښت

د بري د پاره ته په لري واوښت

خام خمار يې د تقوی له سره کوز شو

شور و شر چې يې کاوه پوه په رموز شو

هنگامه د جنون هسې شوله گرمه

چې دانش يې دم واهه نه شو له شرمه

دم په دم ځنې ژوندون د تلو رخصت غوښت

عزرائېل يې ساه وښکو ته څه فرصت غوښت

چې شاهد د محتسب په شکست پوه شو

په ر سا گوزار د حسن په شست پوه شو

بې وسواسه يې له لاسه مفتون ونيو

په دا رنگ يې ورته جام د افسون ونيو

وايه چېرې په ذره مهر تابان شوې

څه مطلب لري که محض مهربان شوې

وې يې ورسېدم بس که ومطلب ته

نور مې لاس دايذاما چوه جلب ته

هی توبه د احتساب له وچو پوچو

د غرور اس مې واهه په کوچو پوچو

که هر څو مې مطلبوه د زړه نور شوو

په ليدو د ستا د مخ واړه در گور شوو

سر ومال مې در قربان، عقل فدا شه

صبرزهد مې در ځار په دا سودا شه

چې مې کړې وه پخوا تر دې جانې

په هغه توبې کوم اوس پښېماني

د تقوی لويې خبرې کمې زياتې

هغه واړه شوې زما په تندي ماتې

بله نه وه دا وه دا شوه راته پېښه

واقعي سود و سودا شوه راته پېښه

جمع زړه مې ترمې ترمې لکه غوښت شو

توند توسن مې لکه خر په خټه بوښت شو

چې د عشق دمی خانې شراب يې نوش کړ

د شعور لا و نعم يې فراموش کړ

غلبه ورباندې هسې محبت شو

چې تمام له عقله وووت په محنت شو

عاقبت يې دا قصه تر قاضي لاړه

زېرمه زخمه د حال بويه ماضي لاړه

چې لبيک ای حضرت قاضي لبيک

مالک سند حجت شو هم عليک

تا ويشتلی غشی بېرته په تا لک شو

هم دې لوښی د نمک، له ميو ډک شو

يعنې وشوه هسې چار له محتسبه

له منصبه د مذهب نا مناسبه

نر ناحقه يې په عيب ځان معيوب کړ

اوبه وړی يې وکېښ ځان يې پرې ډوب کړ

هغه دم يې دم در حال په څه بانه

ځان ته وباله له عقله بېگانه

ويې يې ولې ای بې ننگه بې فرهنگه

چې شيشه دې د عصمت ويشته له سنگه

هېڅ دې نه کيده له خدايه حيا شرم

چې دې مات کړ په هوا د تقوا درم

دا څه عقل دې چې لاندې تر جنون شو؟

دا څه دين دی چې دکفر رهنمون شو؟

نه پوهېږم چې دې قيدکه دې مړ کړم؟

يا دې مخ په تو لعنت په خاورو خړ کړم؟

وې يې ای د دين قبلې څه خو انصاف کړه

گستاخي دالتماس راته معاش کړه

په پرهر مې مالگې مه دوړوه ډېرې

د ازل چارې به نشي تېروبېرې

که دا ستا دخدای له حکمه سره جنگ دی

زما اس له دغه جنگه په پښو لنگ دی

که مې دين و آيين لاړ، لاړ شه خوشخويه

اوس له کړو سره د خدای څه کړي بويه؟

که ورپېښ په څېر زما په څه بانه شي

ته به هم په هغې شمعې پروانه شي

که يوځل له هغه مخه، مخ استر شي

ته به هم زما په څېر خراب اوتر شي

که يوځل درباندې تورې سترگې سرې که

سرې لمبې به دې د قهر مړې ايرې که

په پنجه يې د مژگانو روي کسي

له گوگله د شېرانو زړه رانيسي

که دې نه کېږي باور په دې خبرې

ورشه وازمېيه نه دی شاهد لرې

خود به ووينې زما رښتيا دروغ

چې له مخه يې زخمي راشې که روغ

ناديده وهې اوس لافې د سيالۍ

که يې ووينې روغ راشې، سيال هاله يې

چې څه وايې واړه ښه وايې گرم نه يې

چې محرم د هغه مخ د حرم نه يې

زما عذر به هاله درته ښکاره شي

که يې مخ تر دېواله درته ښکاره شي

له فرياده داور سوي زده اور سوي

چې زما په څېر يې زړه له سوزه چوي

په ازل چې دقاضي نه وه قضا

دغه جنگ ته يې کښېنښووه رضا

واقعي يې محتسب مبتلا وليد

مبتلا يې په عظيمه بلا وليد

چې يې واوښته په زړه د قهر زهر

په داشور يې کړ خبر حاکم د شهر

چې په ښهر کې پيدا هسې فتنه شوه

چې له سره د دين شرعه پستنه شوه

من وعن يې ورته حال ووايه وروره

دشاهد دمحتسب له شر و شوره

واخيست بحر د عصمت هسې شورش

چې مونده نه شي گودر د سفارش

د هغه په خدمت ناست پلار د عزيز و

ايښی ده په ماجرا غوږ د تميز و

نه يې ځای ددم وهلو ليده پلار ته

نه يې موم د زړه نيوه شو دغه نار ته

ېشېده لکه پوخ دېگ هسې خوله پټه

د اظهار ژبه يې وخته تر څټه

لا يې اور د غم تازه د خسو خار کړ

دې کوسر يې هلک زخم لوی پرهار کړ

دم در حال ورباندې لاغلبه شوق شو

څو چنده له هغه حاله فوق الغوق شو

چې پرون يې اورېده تشه نامه شوه

نن توده په هغو ميو هنگامه شوه

لاړشو کار دگفتگوی له جستجوی

راغی حرف د جستجوی تر تگو پوی

چې قاضي هغه کاوش ورپسې ډېر کړ

په شکوه يې نېشکر زهر گډېر کړ

په غندلو يې غندل کا دسرو گلو

خنډو خار تر کچه فهم د بلبلو

په پوکل يې يو بڅری سره لمبه کړ

حقيقت يې د شاهد اور و پومبه کړ

له حاکمه يې حاصل د کار جلب کړ

دم در حال يې د شاهد حضور طلب کړ

هغه وخت د هغه ښهر يو کوټوال و

چې آزار ته د لېوه په څېر لېوال و

تر هېده يې د پوو د دله ناکسۍ

شرمېده يې درنده له ناترسۍ

وابسته يې له ناحقو وابسته وو

لکه دی هسې له حقو وارسته وو

مسلط په هغه کار هغه ساکن شو

ناگهان د هغو مستو سترگو خس شو

نازنين لکه آهو په سپيو گير شو

د سرو گلو تر خرمنه او چاپېر شو

هر يوه ته سوک په سترگو مږه ژاړه

د هر سپي په پښو پرېوځه امن غواړه

که هر څو يې د زارۍ پېشه کړه پېشه

هېڅ يې نه مونده زړه سوی له بد اندېشه

نه يې آه په چا اثر کاوه نه اوښو

آه فرياد د ناترسۍ له بدو لوښو

غريبي په غريب کُشو اثر نه کا

څو يې خدای پخپله توره ډبره نه کا

نه ناکس د چا په اوښو انفعال کا

نه په بت باندې اثر آب زلال کا

څه زده د يو د فرښتۍ له شرافته

کثافت نه کا الفت له لطافته

چې شاهد يې تر جال لاندې لکه صيد شو

د صياد له ترحمه نا اميد شو

دم قدم يې د زارۍ تلاش پرېښو

د غونچې په څېر يې سر په زانو کېښو

لا علاج يې په دا جبر وکړ صبر

په خوله پټه ورېده د ژمي ابر

که هر څو به يې ځان ونغښت غونچه طور

بيا به گل غوندې پرېشان کړ باد دجور

هر ساعت به لورا لور شو پريروی

هغه سپی له بې شرمۍ لکه روی

که يې ملونو په ر شوت چاته مخ پوټی

د غونچې په څېر يې نيوه د زرو موټی

چې په زړه وې د فلک نورې کانې

نه حيلې په کار کېدلې نه بانې

عاقبت هغه شوخ چشم سنگدلانو

بې حياوو، بې وفا وو، نا اهلانو

په سختۍ د شاهد لاس په گريوان کړ

و حاکم ته يې روان سروې روان کړ

هر قدم د خدای په لارې دلاور ته

په خپل آب کې لکه لعل شناور ته

جلوه گر چې په چارسو تر ند آهوشو

تمام ښهر په هاهو ورپسې هوشو

هر سړی به يې د حسن په ليده

لکه موم د عشق په اور ويلې کېده

د هر چا چې به نظر دده په مخ شو

بې اختياره به يې زړه پسې تخ مخ شو

هر پلو چې به يې واړولې سترگې

اور به بل شو د پرهېز په لوندې درگې

هرقدم يې چول زړونه د دلبرو

په مثال لکه دانې دپخو کورو

نر و ښځې ددې جنگ په عبث گواښ

ځانه ځان گوتې چيچه د افسوس غاښ

چې حاضر د عدالت په انجمن شو

لا يې حسن په وښکه د زړه چمن شو

د مجلس په دايره کې چې روان شو

ځای په ځای يې صبوري مشت وگرېوان شو

چې لمبې به يې دمخ چاته رسد کړ

قدسيانو به اياک والا سد کړ

هسې اور يې فتنه گرو سترگو بل کړ

چې عالم يې په لمبو سره جل بل کړ

چې يې توره پرې د مخ کړه نيم کښو

د قاضي د امير زړه پرېوووت تر پښو

شوه په زړه د هر يوه ښکالو د مينې

ورته ښويې شوې د دواړو د زړه سپينې

په امير د آرام ځمکه شوه توده

په قاضي د محتسب کانه کېده

بارې خلاص يې نعوذ بالله منها کړه

هم لاحول ولاقوت رها کړه

و قاضي ته امير وويل خوشخويه

زر له ښهره دا فتنه وېستلې بويه

گڼه اوس به جادو دتورو سترگو

پورې اور کا زما ستا د دين په درگو

هغه دم يې په ناکام ويوست له ښهره

پټه مينه د عزيز لاړه تر جهره

د زړه زخم يې تر خولې سرايت وکړ

د سکوت پهې يې دا کفايت وکړ

په ليدو د اورېدو بالقوه چارې

يو په يو ورته بالفعل شوې دو څارې

د رشتې په څېر له غمه پېچ و تاب شو

په طلب د هغه دُر په اضطراب شو

چې يې مات کړ اشتياق د شرم درم

په تلاش د يار د وصل شو سرگرم

نور يې واخسته په څيرې گرېوان دله

په بلند آواز د يار د عشق بدله

په ليدو يې يو راز دارپسې روان کړ

ورسره يې مصدق څيرې گرېوان کړ

دا پيغام يې ورته وکړ زباني

مشتمل په رنگا رنگ مهرباني

چې زما هغه ساعت د پلارله شرمه

تر خوله نه وته خبره نرمه گرمه

بل د ستا د مخ په مينه هسې مست وم

چې حرام شه که خبر له نيست و هست وم

اوس راوجار وځه بېرته، مهربان شه

لکه روح په آب وگل زما تابان شه

پس له دې دې هوده ماته رسېدلې

که په تا د چا جامې وبلوسېدلې

نه به تا سره قاضي حاکم کاوش کا

نه به وچولی و تا وته څوک ترش کا

واک د ښهر دښهريانو واړه د ستا

د ښو بدو اخيتار واړه د ستا

پادشاهۍ کوه په تخت د کامرانۍ

غور رسي کوه زما د ويرانۍ

دا پېغام چې د شاهد د غوږو درشو

په شکست کې پير، په پېر د بهادر شو

لکه اور هسې راوگرځېده پس

بيا يې مخ ونيو په سوه د باقي خس

شور وشر په ښهر گډ شو پستنه

چې عزيز تللې فتنه کړه راستنه

بارې چا ددې فتنې کاوش کاوه شو

خواه ناخواه ورباندې چا سر پرې کاوه شو

کشمکش د يوه زور نه شو ساهه چا

په دوه زوره باندې ځان کله واهه چا