غزل

الفت د ستا لرم چې زه بيا يم ووايه بد په څه

امیر حمزه شینواری

الفت د ستا لرم چې زه بيا يم ووايه بد په څه

زر چې لري بها د ځان، څوک به يې کاندي رد په څه

پاتې له ليک نه کاتبين، دا و اثر د وصف ستا

وی که حساب د تا سره، وی به غني صمد په څه

ما لره گل رقيب له اور يو مو د عشق جوش دی

خپل دی د هر يو کس نصيب، کاندي به څوک حسد په څه

کم دې همت شو، سوړمې شوې جوشه دعشق، دا ولې

غواړې د سرو شرابونه، خودبين نن مدد په څه

وايي چې عشق د يو کوه، بيا هم له خلکو پټ مدام

واعظ واښايي ما لره، داسې په حد کې حد په څه

قلب و د ستا که موم و آيينه وه حجر شو اوس

حمزه له نرمو گرمو نه داسې شوې اشد په څه