غزل

عالم د حوادثو شور و شر دی چې تېرېږي

امیر حمزه شینواری

عالم د حوادثو شور و شر دی چې تېرېږي

د سيند غوندې يوتلونکی رهگذر دی چې تېرېږي

رڼا د خوشحالۍ شته خو د غم په تاريکۍ کې

روښانه په شپه ستوري کاندي نمر دی چې تېرېږي

گرېوان څيرې کول د خوشحالۍ وي د خندا نه

جوړ ډېره رڼايي شوله سحر دی چې تېرېږي

بس کور مې دی د زړه او مېلمانه دي ارمانونه

يو ورغلو دننه بل بهر دی چې تېرېږي

ساکن ښکاري په دې چې تماشه ده و احساس ته

جهان لکه د سيند هسې منظر دی چې تېرېږي

د ژوند د مرغلرو ځولۍ ډکې وړي وختونه

هر څيز د کاينات ځکه مضطر دی چې تېرېږي

قبا د دين دنيا کړي تعلق د دنيا جوړه

رفتار د بخۍ ستنې په استر دی چې تېرېږي

مومن د تعلق صراط کړي جوړ د مراد جنت ته

مذهب ورته ښودلی دا هنر دی چې تېرېږي

روژه د ابتلا چې په حمزه راغلې نه وه

بې کيفه بې سروره يې اختر دی چې تېرېږي