غزل
اميدوار يم د کرم که بد قماش يم
امیر حمزه شینواریاميدوار يم د کرم که بد قماش يم
پرورده د بېنوا ستا په نان و آش يم
هغه روح دمحبت دې رانه واخيست
هغه ژوند چې په ژوند شمار دی زه يې لاش يم
چې شتر ته دنازونو دې ټينگ نه شوم
زه د خپل انسانيت دزړه خراش يم
اوس شوه ماته دا معلومه چې ستا راز وم
چې مې ستا په زړه کې کور ونه کړو فاش يم
شرافت مې رعايت ستا دنظر و
گڼې څنگه چې اوباش ومه اوباش يم
ستا اختر خومبارک دی مبارک شه
ددې ستوري برکت دی چې بشاش يم
چې له تا مې سکون بيا نه موندو څه کړم
له فطرته يو جهان د ارتعاش يم
ته خورشيد دهدايت يې فخر علمه
بخل نشته هېڅ له تا خو زه خفاش يم
ما به ستا په دُردانو کې ځان گڼلو
زه حمزه په دې څه پوه وم چې خشخاش يم