غزل
اوربل یې ما په خوب کې پریشان لیدلې دې
عبدالباري جهانيقسمت مې د یارانو دغه شان لید لې دې
په تور د ا نتخاب له جنتو نو آ د م باسې
دعرش په کنګرو کې مې شیطان لید لې دې
ټولۍ د قا بیلا نو دها بیل پر وطن ګر ځې
دې خلکو ته په قهر مې آسمان لید لې دې
د نوح په تد بیرونوچې یې زړونه نرم نه سول
په برخه د د ې مځکې مې توپا ن لید لې د ې
ازل مې پرلمبو د وصل لاره ده لیکلې
خلیل یم په انګار کې مې یز ذ دان لید لې دې
د خپلو له شامته دکنعان کوهې ته لویږو
تعبیر مې د خو بونو بند یوان لید لې دې
دعمر په سینا کې هر قد م د صنم کور د ې
دطور په سره لمبه کې مې مغان لید لې دې
سنګسار ته یې راوړې دې دبل وطنه کا ڼې
ما چیغو د منصور لره میدان لید لې دې
نصیبه له دی موجه خلا صیده لکه چې نسته
دا لیک مې پر تند ې د جا لوان لید لې دې
ترڅو به مې رقیب راته دسیو رې په نوم ښیې
لښکر مې په وطن کې د جانان لید لې د ې
راځه جهانې ویښ کړو دالفت په ناره زړونه
له لیرې مې یو سیورې د کاروان لید لې د ې