غزل
اقربا راته عقرب شول
خوشحال خان خټکاقربا راته عقرب شول
رضامند مې په تعب شول
دواړه ترونه مې نا اهله
ابوجهل، بولهب شول
زه يې بند کړم په مغولو
په خانۍ او په منصب شول
رشوتونه يې قبول کړل
په تلاش کې روز و شب شول
دا لوی زويه مې لوی مه شه
د هزار بلا سبب شول
زه يې هند لره روان کړم
په نشاط او په طرب شول
خپل خانه مې شوه په غرونو
پرې کارونه پېښ عجب شول
ناز پرور زويه مې واړه
په فرياد و په شغب شول
چې يې نمر ليدلی نه و
په ځنگلونو تشنه لب شول
درست ولس، قبيله واړه
گرفتار په ډېر غضب شول
په آه، آه د فراقجنو
زړونه وږي د عنب شول
خوشال نه مونده خټکو
که يې هر څو په طلب شول