نظم
آرزو
عبدالباري جهانيکشکي چي نه وای زما او ستا تر منځ
دا لوی - لوی غرونه
کشکي چي نه مو وای سيندونه او ښارونه تر منځ
يا مي وزر درلودای
او يا مي روح در استولی وای د خيال پر اوږو
يوې خبري لره
يوه پيغام دپاره
درسره مينه لرم هېر مي نه کې
دلته مي زړه ستا د خيالونو سره
هلته مي روح ستا د خوبونو سره
ملګری کړی وای
خو ته په خپله
د بې پروا ښکلي ماشومي په څېر
له هر څه هر څه بې خبره غوندي
زما د آرزو پر چمن ګرځېدلای
لاندي کولای دي نازکي غوټۍ
او هېرولای دي زخمي ګلونه ـ