نظم

اسحاق ننګيال ته

عبدالباري جهاني

يو خاموش پيغام مي مات کړل

د اوږدو خيالو لاړونه

تر غوږونو يې راتېر کړل

څو اشنا غوندي ږغونه

خوبولي سترګي موږم

يو نغمه مي تر غوږ کېږي

په رګو کي ويني ناڅي

د زړه مراندي مي شرنګېږي

دا ته څوک يې چي کرې مي

په مړه وينه کي سندري

لټوې مي ويښوې مي

په رګونو کي بڅري

دا ته څوک يې چي لونې مي

په سينه کي سره اورونه

ستنوې مي د زړه کور ته

د غمرو تللي خيالونه

دا ته څوک يې چي لا وينې

په دښتونو ي لښکري

لا دي ګرځي په رګو کي

د تاريخ زړې خبري

دا ته څوک يې چي لا ستايې

زما د لوړو غرونو څوکي

لا غوږو ته در رسېږي

ملالۍ ميوندۍ کړيکي

دا ته څوک يې چي لا مست يې

د پرون په زړه وينه

لا دي اوس هم زرغونېږي

په کوګل کي نوې مينه

لا په شپو کي درسره دي

زموږ د ننګ ياغي خوبونه

لا دي څاڅي له قلمه

ناويلي تعبيرونه

ستړي روح ته مي را رسي

له تيارو نه ستا ږغونه

تخنوي مي ويده وينه

ستا شعرونه ستا نظمونه

دلته وينمه له ورايه

ستا د خيال ياغي وزري

د زمان په کږلېچونو

له توپان سره ډغري

زيږه ژبه دي جارېږم

د ماضي پاڼه مي وايه

خېبرونه ميوندونه

راته ستايه راته ستايه

ما ته هم بڅري راوړه

لږ مي نظم ته اور ورکه

لږ مي پاڅوه چي خوځو

لږ مي هم په چيغو سر که

زه يې وينم چي لاهو ده

د قسمت په توپانو کي

ړنګه بنګه بېړۍ درومي

لاره باسي په څپو کي

زه يې وينم چي پرې اوري

لکه غشي تندرونه

هره خوا ورته اړم دي

د ازل وحشي موجونه

زه يې وينم چي ماتېږي

لوى موجونه لکه غرونه

د قسمت ساحل ته لنډ سول

د پېړۍ ستړي مزلونه

ما ليدله چي فلک ته

خپل موجونه توپاني سول

د تقدير څخه لار ورکه

تدبيرونه يې ياغي سول

د شفق له پلوشو نه

راڅرګند سول رباتونه

د اميد پر مزله اوړي

جرسونه کاروانونه

خو زما سيوري پکښي نسته

نااشنا ښکاري ګامونه

زه له ځانه پردى سوى

بېګانه مي دي خيالونه

ما ته ولي راکوې د مرګي زېرى

ما ته ولي رالېږې زخمي نظمونه

په ما ولي اوروې دا سوي کوکي

له ما ولي تښتوې اغزن خوبونه

ما ته ولي يادوې سوځلې مېنه

ما ته ولي يادوې د ابا خونه

ما ته ولي هديره هديره ژاړې

ما ته ولي راشمېرې ماشوم قبرونه

ما ته ولي د سپرلي پر لارو ښيې

د نامردو خزانونو چپاوونه

ولي وايې چي پرهار پرهار ژړېږي

د مغرورو شمله ورو غرو کمرونه

ما ته ولي راښيې اغزني لاري

ما ته ولي راشمېرې زخمونه ګلونه

ما کي ولي زوکلوې رنګيني هيلي

له ما ولي کوچوې ښايسته خيالونه

دا پر څه مي تويوې پردېسي اوښکي

دا پر څه مي خوږوې زاړه زخمونه

لا مي ولي مسافر زړګي ته ښيې

پر شنېليو د سکروټو کاروانونه

ما ته مه وايه چي سوځي لوړي څوکي

ما ته مه وايه چي شاړي يې درې دي

ما ته مه ښيه د بوري مورکۍ اوښکي

ما ته مه وايه چي تشي يې حجرې دي

د تيارې د ښامار زامي لا خرپېږي

لېونتوب ته په کمين کي جيلخانې دي

ما ته مه وايه چي چيغي زنداني سوې

او لا اوښکو ته لوېدلي زولنې دي

ما ته مه وايه چي ګونګي به رباب کي

د هر غوږ سره اشنا مستي نغمې دي

د چا ګوتو کي شهباز لمبه لمبه دئ

د مطرب ستوني کي وچي زمزمې دي

ما ته مه ژاړه له تورو تورو ورځو

ما ته مه وايه چي سپيني د چا شپې دي

زه پوهېږم چي وطن وطن شهيد دئ

ما ته مه وايه چي ډکي هديرې دي

زما ايمان وايي چي بيرته به سپرلى سي

د زاغانو پايکوبونه به رسوا سي

له يخنيه تورېدلي توتکۍ به

لکه تللي په سېلونو بيرته راسي

بيا به ناڅي په لاسو کي ګيلاسونه

هر ګلبوټى هره څانګه به سوما سي

بيا به مستي په شپېلۍ کي وي سندري

مرور قسمت به بيرته را پخلا سي

بيا به ځغلي محتسب تپو تيارو ته

زموږ اغزني اوږدې شپې به را سبا سي

بيا به رېږدي د اتڼ له زوره ځمکه

هوسونه د غماز به نيمه خوا سي

زه او ته به د زمان سندري وايو

د هر بزم زمزمه به زما او ستا سي

بيا به شنې پيالې وي ډکي له سرو ميو

د حميد د ترانو دور به بيا سي

زما له خولې ورکه پيغام شينکي اسمان ته

چي به ختمه پر دې مېنه کربلا سي

نور به نه راځي پر موږ ياغي موجونه

توپاني به د رقيب د بېړۍ خوا سي