څلوريزه

عاشق دې هېڅوک ملامت نه کا

خوشحال خان خټک

عاشق دې هېڅوک ملامت نه کا

زړه يې خپل نه دی، ويل دی څه کا

اور يې د عقل په خونه ولگي

چې د دلبرې سترگې تر زړه کا