غزل

عاشقي به فنا نه شي که په ما بل کړي اورونه

امیر حمزه شینواری

عاشقي به فنا نه شي که په ما بل کړي اورونه

په خاشاکو که لاس بر وي په لوگي نشته اورونه

ته چې عقل ای واعظه له ما غواړې په الفت کې

که توانېږي ورشه جوړ کړه په سيندونو کې کورونه

ستا جلال وېروي هغه چې پخپله لوړ اوچت وي

د صحرا ترې څه نقصان دی زلزله دې کړي شورونه

چې سپين مخ زما په عشق کې تور کودی شو غزا وشوه

که مې پټه اشنايي کړه خو راپورې شو تورونه

په دنيا د عشق کې پل پل د عاشق دنوم يادگار وي

چې فنا يې حوادث کا دا هغه نه دي گورونه

له رقيب نه پټ وصال چې د حمزه او د يار وشو

خدای زده اوس به په څه خلاص شي چې ناغوښتي دي پورونه