نظم

هسته نېستي

عبدالباري جهاني

زه په شپه كي د تيارې پر اوږو راغلم

بې آوازه د خوبونو په ګامونو

نه غوږونه مي له ږغ سره آشنا سول

نه مي نښي چا ليدلي دي د پلونو

د شبنم په څير د لمر سره پناه سوم

له نامه سره مي تن زرې زرې سو

آيينه مي سوه له ځانه سره وركه

له نېستۍ مي نوم ښاغلى د شغلې سو

نه د نور نه د تيارې په مذهب پوه سوم

نه ملګرى مي آواز د قافلې سو

لكه اوښكه د باڼو پر ګودر راغلم

څاڅكي تن مي نيمه خوا شومه د شپې سو

چي منلى نه زمان او نه مكان يم

زه به ولي پوروړى د آسمان يم

نه په لوري نه منزل يم پوهيدلى

لكه ژرنده په خپل ځان كي سر ګردان يم

څه منت راباندى پاته د قلم دى

كه ازل يم كه اجل يمه د ځان يم

ګوره چا په دې نامه يم نومولى

كم ازل تر دې ګرېوان يم را ايستلى

بي اختياره يې راكړي څو شېبې دي

د قلم جبر په ژوند يمه منلى

لكه نه وم يوه ورځ به داسي نه يم

نه تيارو ته نه شغلو ته به په زړه يم