نظم

اصيله ښځه او اصيل اولاد

خوشحال خان خټک

هر سړی چې لېونی کا خپل ذکر

په هر ځای کې يې منډي خاورې په سر

د صحبت په کار کې ډېر فکر بايده دی

له صحبته پيدا کېږي خير وشر

چې سيپۍ يې د درياب نه وي اصيله

کله ښه ترې پيدا کېږي دُر گوهر

په دا کار په توره ږيره خبر نه وم

دا، يم اوس په سپينه ږيره شوم خبر

ښځه ښکلې ښايسته پاکيزه بويه

چې يې پلار نيکه له ځايه معتبر

شرمناکه پرده پوښه دلاوره

آراسته په عقل و هوښ په ښه هنر

نه وهمي نه وسواسي نه بد معاشعه

نه يې مينه په دنيا نه زر زېور

که دا هسې محبوبه په لاس کښېوځي

له وجوده يې پيدا شي ښه پسر

چې يې مور او پلار تفچاق وي خدای دې نه کا

چې بيهاڼ ځنې پيدا شي لکه خر

تر مېرمنې وينځه ښه ده په ښه خوی کې

نه مېرمن چې نه يې خوی وي نه بشر

آدم زاد په اصل واړه آدم زاد دي

ښه هغه چې خوی يې ښه لکه سره زر

طالع من قابل يو زويه د پلار بس دی

نه نابود زويه په کور کې جوړ لښکر

چې يې شرم حيا نه وي نه راستگوی وي

پلار دې کاله هغه زويه نه حذر

چې نېک خواه د بابا وي هغه زويه

گوره دی د څه بلا لري اثر

خپل وجود، دخپل وجود په بدۍ نه وي

بل وجود د بل وجود غواړې ضرر

که د خپل زويه په سر د پلار ښه کېږي

ښه فرزند به ځنې نه ساتي خپل سر

ابراهيم چې اسماعيل ته تېغ تيار کړ

اسماعيل ابا ونه کړه په دا چر

اوس ددې زمانې زويه زويه نه دي

مار لړم زېږي که لا تر دا بتر

يا د خپل اولاد دلاسه شاه جهان زده

يا خوشال دی په فرياد په ناره سر