نظم
اته دېرشم فصل - په بيان د ټوخي د دومي
خوشحال خان خټککه په ټوخي دومي باز دمه کوينه
يا يې گرد خاورې سپېږمو لره ورشينه
يا دمه د ډنگر توب يا د جوشش کا
يا دمه د حرب د ضرب د ډېر کوشش کا
دا همه واړه علاج لري بازداره
فارغ مه شه د علاج له کاروباره
معطسات نسوار ضرور ورلره بويه
چې په لار د سپېږمو کړه شي دارو زويه
تر سپېږمو يې چې اوبه خراشکي بېرون شي
نور به ښه د باز ماغزه د باز لړمون شي
اول مرچ بيا انگوزه دريم حنظل وي
وار په وار نسوار دا درې دارو اول وي
تل د لنگې غوا پۍ وڅښوه مير ښکاره
چرې نه وي چې فارغ شي له دې کاره
د باز ځای بويه همېش په گرم ځای کې
څو رغېږي غلط مه شه په دارای کې
که دې يو نفس له ځايه نه بېرون کړې
بيا به سر دوباره غوڅ د باز لړمون کړې
څو چې باد ورباندې نه لگي سود دا دی
چې په ځای کې گرم ناست وي بهبود دا دی
ځای که سوړ وي په کې اچوه سکروټې
چې د ژمې سوړ ساړۀ شي ځنې وټې
ټوخی، دومی، نزله ډېر د نوي باز شي
ناگهانه يې مېشتي په هوا ساز شي
په مېشتي کې گرد غبار لوگی موگی وي
په صحرا کې کله اور کله لوگی وي
په صحرا کې ښه ښه بڼونه چشمه سار وي
د بازونو ذوق هوا په مرغزار وي
ځکه چوز په اول کال کې تمامېږي
په رنگ رنگ به يې ساتي که څوک پوهېږي
چې د کور خانه کرېز وي باز هاله وي
چوز مرغی نه د ساړه نه د غارمه وي
نسوارونه په ډېر رنگه ورکول شي
په يوه نسوار که نه شي بيا دې بل شي
و نسوار لره ښه صبر سقوطري دي
يا بهترې ښې اوبه د آهوري دي
د بادامو غوړ نسوارو لره ښه دي
که يې ناس کړې ورته ښې تودې اوبه دي
که په دا هومره دارو يې فايده نه شي
سکه علاج به يې په داغ په پليته شي
يا يې واخله د سر پاسه کپرۍ يې
که په علم جراحی کې استاد ته يې
د حلوان د پيه د مومو ساز مرهم کا
پرېږده څه خو يې پرهار فراهم کا
چې زدر آب زوې ترې ځي هومره فايده ده
که دې زده وي دا هم ښه معالجه ده
که د بزې تريخی باز په هر سبا خوري
څو د موټو دانې دا هم ښه دوا خوري
په دا رنځ کې د چارپای غوښې گنده دي
د چڼچڼو د رېزه غوښې فايده دي
پر مهره دې هم باز کله کله خورينه
يو نيم برگ دې دار چيني ور سره وينه