نظم

اتم فصل - په بيان د اموخته کولو د باز کې

خوشحال خان خټک

په څو رنگه نوی باز بازدار پرانزي

باز پرانتی د ټوپۍ ښه دی تر مزي

د ټوپۍ په سوراخونو باز وا کېږي

په سوراخو به يې واکا چې پوهېږي

اول فعل خوی خصلت د باز معلوم کا

بيا په هسې دستکشۍ هنر مخدوم کا

ځينې درسته شپه پهره غواړي ډېر سخت وي

ځينې دوه پهره پسې په خوی نېک بخت وي

خو تلوار ورباندې مه کړه خوی يې گوره

په خپل ځای يې قرار ونيسه ای وروره

په شپه شپه يې طماغه اخله له سره

که دې وليده چې لاړه دده ويره

هر سحر يې سېر وه په چرگ يې بوله

چې ښه رام شي نور يې خلاص کړه له انبوهه

نور تکليف د طماغې ورباندې مه کړه

چې په ورځ يې عالم گوري ځان گوښه کړه

بلکې ننه يې آرام کړه پخ خپل کور کې

گاه بېگاه يې گډوه په شر وشور کې

غوښه ځان څخه ساته که بې آرام شي

څه خو ورکړه چې يې لرې فکر خام شي

په دا شان يې ښه له خلقو سره گډ کړه

سړی څه چې يې سپي اس سره گډوډ کړه

طمعه هومره ورکوه چې غشيان نه وي

نوي باز لره دا هومره خوراک ښه وي

چې يې تهه دننه ډک پاسه خالي وي

درسته شپه د باز ارام او خوشالي وي

باز که نوی که ښکاري خو سپک سېر ښه وي

لا خو نوی باز چې سپک سېر شي ډېر ښه وي

په طناب يې د ويښتو په حلقه ساز کړه

په شپه شپه يې ښه اشنا د تبل باز کړه

هنگامو لره يې تل سبا بېگاه وړه

نور يې ښکار و ته بېگاه نه چې په گاه وړه

نوی باز چې په غرمه په چاشت آلوځي

په مير ښکارو به يې آخر کاڼی پرېوځي

اول لاس په هسې ښکار موړ کړی بويه

چې دبل مرغه بو نه وي يا په سويه

چې يکه يکه څلوېښت لاسونه سېر شي

بيا دې هله ښکار په نوي مرغه ډېر شي

نوی باز چې ډېر لاسونه سېروينه

د بازو چې شي دننه د زړه وينه

په حواس کې يې خلل ضرر پيدا شي

د کريز تر وخته نه رسي فنا شي

نوی باز دې په بېگاه بېگاه الوځي

په هيليو دې په وخت په گاه الوځي

د پرواز وېره يې نه وي دا دوه وخته

عصر، فجر دواړه ياد لره نېک بخته

دصافي مالگه وچوز لره خواري ده

پس د چوز خو پر مهره طعمه داري ده

په خالي نبات کې صاف شي علت کوم دی

د صافي سود يې بې مالگې خود معلوم دی

يو يې لرې له درونه خلط اخلاط شي

بل يې رنگ تر و تازه وي په نشاط شي

د صافي سره هاله مالگه لازم شي

چی لوی ښکار وته د زړه وي باز سالم شي

که په ښکار کې لره بره کا اظهاره

مست دوناب وي هاله مالگه بويه ياره

د صافي دوا چيني نمک نبات وي

نه چې وزن د نمک ورځنې زيات وي

که دې وزن د نمک چرې زيات کم کړ

په خپل لاس دې باز د مرگ يا د الم کړ

په صافي کې يې ډېر کار دی تلوار مه کړه

لکه حکم د استاد دی هم هغه کړه