نظم
اتلسم باب په بيان د خُلق ورفق کې
خوشحال خان خټکخلق و رفق چې د چا ښه وي
چې خوش بزم هم په زړه وي
خُلق که زده کړې خوشخويې ده
رفق که زده کړې دلجويې ده
خلق دوستانو سره کېږي
رفق هر چا سره رغېږي
مدارا ملايمت کړه
د هر چا سره ښه نيت کړه
اول ښه د خلق خصلت دی
چې په چا کې وي نعمت دی
د ايمان قوت دده دی
چې پرې پوه شي ښه هغه دی
اول خلق بيا سخاوت دی
په دا دواړه يې قوت دی
تندخويي، بخيلي دواړه
د کافر څخه دې غواړه
چې بخيل وي، چې تندخوی وي
په قيامت به يې بد روی وي
د جنت بوی به نه مومي
و دوزخ لره به درومي
چې خوش خلق لري په ځان کې
تل به خوښ وي په جهان کې
له جهانه چې رحلت کا
خدای به ځای دده جنت کا
دخوش خوی نښانې بس دی
د چا نه دی، د ښه کس دی
اول دا چې پند به نغوږي
په هوښيار پسې به کوږي
بل به دی صاحب انصاف وي
له هر چا به يې زړه صاف وي
بل عيبونه چې د چا وي
په هغه به نابينا وي
بل په بد به نظر نه کا
د بدۍ تاويل به وکا
بل به عفوه په گناه کا
د ښو کار به بې اکراه کا
بل چې ده ته حاجتمند شي
حاجتمند به بهره مند شي
بل وجود به يې رنځ کش وي
تر هر چا به رنځ طرش وي
بل چې عيب يې د ځان وي
همگي به پرې عيان وي
بل به تل خواږه ويل کا
نه به دی ترخه ويل کا
بل به تل تازه خوشال وي
نه به تريو نه به ملال وي