نظم
اتلسم فصل - په بيان د کښېنولو د بازونو په کريز
خوشحال خان خټکباز چې وخت دکرېز راشي ښه يې صاف کړه
فاسد خلط ورځنې لرې په انصاف کړه
ورله وگوره ښه کور نوی پسندلی
چې بد بو نه وي لوگي نه وي وهلی
نه د ونو باندې سيوره وي نه سرې
بد بويي ور ځنې ورچنې هم لرې
په کې پاس روښنايي نه وي د بڅرې
خو يو ور لري تر لرې چرې پرې
د شمال په لور که کمه دريچه وي
چې رڼا يې ډېر ه نه وي هم به ښه وي
نشينه دې ورته وتړه ښه پلنه
باز دې وتړي بازدار په کور دننه
څوک دې نه ورځي و باز ته بې بازداره
يو بازدار دې تنها درومي زما ياره
څوک دې پاس ددغه کور دپاسه نه ځي
يو قدم که باندې کېږدي کله ښه ځي
لمبېدل د باز ښه نه دي په کرېز کې
تل دې صافې اوبه څښې په يوه څېز کې
گه گهې که لمبېدل کا هم دې کاندې
ډک تغار اوبه دې ږدي د باز د وړاندې
سپيلني دې همېشه و ب از ته سول شي
گه گهې دې عود کشته بخور کول شي
ښې طعمې دې ورکوي پاکيزه پاکې
نه بدبويه گنډه شوې بد خوراکې
کله چرگ کله مرغی کله کوتره
د حلوان دوري د زرکې غوره غوره
همېشه يوه طعمه ورته علت ده
هره هره طعمه باز لره صحت ده
په کرېز کې باز ډېر څورب مست دېر بد وي
په دا کار به خبردار چې باخرد وي
چې مستي په باز کې نه وي ښه آرام وي
هغه هومره پرې نه اچوي څو رام وي
په کريز کې که دخلط زحمت پيدا کا
شوده بې شکرې مالگه دې دوا کا
غوړ د تورې غوا خرقه سره پاخه کړه
کله کله يې طعمې سره تر خوله کړه
که د زيت غوړي دا شان ورکوي ښه وي
په کريز کې نور دارو ورته ښه نه وي
مستکي که په کرېز کې خوري بازونه
نه لمدېږي په اوبه د باز پرونه
هم به رنگ د باز د پښو په اصل رنگ وي
هم به جوړ دده نوکونه دده چنگ وي