شعر

اواره

محمد صدیق پسرلی

زه له ډېرې مودې وروسته

خپل دیار ته وم راغلی

چې ځواني مې وه ورپاتې

هغه ښار ته وم راغلی

هغه ښار هغه کوڅې وې

ډېر کورونه هم هغه شان

ژوند او ژواک ته چې یې ځیر شوم

ډېر بدل وو کم هغه شان

له کلونو غربت وروسته

خپل دیار ته وم راغلی

ښار هغه و کوڅې هغه

خو بل ښار ته وم راغلی

که هرڅومره مې په ښار کې

ښکته پورته ګرځېدمه

نه ما څوک و پېژندای شول

نه زه چا وپېژندمه

ځینې مړه وو ځینې نور یې

وو په ورکو لارو تللي

پاتې خلک راښکاره شول

شل کلن جهاد ځپلي

بې اثره کله تللي

چېرته وړ وړ رژیمونه

نه سالم اخلاق پاتېږي

نه غوښتنې نه ذهنونه

خو چې خپل ځان ته مې پام شو

زه هم هغه پسرلی نه وم

شل کلن غربت جوړ کړی

په هغه نامه بل څه وم

ورو ورو ووتم له ښاره

په بې لارې غوندې لارو

ما وی وپېژنم ګوندې

خپل ځنګل د سپېدارو

چې په غېږ کې یې کړه وده

تصور فکر او خیال مې

د شعرونو الهام بخش او

د رازونو انډیوال مې

په تت سیوري کې یې کاشکې

زما ځواني وي ویده پاته

چې په جار چیو یې کړمه ویښه

نوی ژوند به راکړي ما ته

څه بېلچو وو مات کړي

څه ملخو وو خوړلي

نور یې پاتې ول نیم ځانه

نا ویسا لکه شړلي

نه سرلوړي سپېدار ول

نه بر لاسه چینارونه

بوټېدل یې چې له سیوري

ان تر مني بهارونه

یوه اشنا وله هم نه وه

چې یې سیوري ته سا واخلم

او یوه روغه خونه هم نه وه

چې یې غېږ کې پنا واخلم

اوس به څه کړم چېرته لاړ شم

خدازده څوک یم چیکاره یم

په خپل دیس کې مساپر یم

په خپل قام کې اواره یم