غزل

بیا می د لویو لارو لویی قافلې یــــــــــــــــادی شوې

محمد صدیق پسرلی

زړهُ می جرس شو،د خیال می مرحلې یـــادی شوې

د چا د زلفو په حلقو کی می نــظـــــر وو نــښـــتـــــی

راته د ګران وطن د غرونو سلسلــې یـــادی شـــوې

سحر می ولیدل د لــمــر د پـــلــــــوشـــو تــــارونــــــه

راته د عشق هغه  نازکی مسُلــــې یـــادی شــــــــوې

چی د غروب نشتر  دورو  رګونه وپـــځـــیـــیــــــــــل

په شنو درو کی می د سرو وینوولې  یادی  شــــوې

چې په آرام بحر کی بیا د څــپـو شـــور ولــــګـــیـــــــد

په غلغله کی می چوپ شوی غـلـغـلــې یادی شوې

د اباسین امواج چې یو د بل پــه څـــټ ســپـریـــــدل

له ځان ځانۍ راته راپیښی معضلې یـــادی شـــوې

چې د برسات شیبو په ونو بوټو توی کړی اوښکی

د ناویسا مزدور په تنده می خــــولې یــادی شـــوې