معاصر · غزل او ازاد شعر
محمد صدیق پسرلی
Mohammad Siddiq Pasarlay
د معاصر پښتو غزل او شعر نامتو استاد چې شاعرۍ یې پر څو نسلونو ژور اغېز کړی دی.
ژوند او اثر
پېژندنه
محمد صدیق پسرلی په ۱۹۲۸ کال د غزني په قره باغ کې زېږېدلی و او د ماشومتوب په کلونو کې یې کورنۍ کندز ته کډه شوه.
هغه د معاصر پښتو غزل له سترو استادانو څخه شمېرل کېږي. پسرلي د ځوانو شاعرانو په روزنه او د پښتو ادبي بهیر په پیاوړتیا کې هم مهمه ونډه لرله. هغه په ۲۰۱۴ کال وفات شو.
د معاصر پښتو غزل یو ستر استاد او د نويو شاعرانو اغېزمن لارښود.
سرچینې
د پېژندنې سرچینې
ثبت شوي اثار
شعرونه
اواره
زه له ډېرې مودې وروسته
ما چی وی ځوانی می په ستنه راتله
ستا په خورو شونډو چی پلمه راتله
زړه له اميدونو لکه ډکه پيمانه غواړم
سترګی حسن بينی او دمينی خزانه غواړم
قدم چی چير ته اخلم پل په پل دی يادوم
د سين غوندی غنګۍوهم او تل دی يادوم
ای ، ا ی دژوند نشی له ښکلی تا که مه راځه
یا مسته کړه دنیا ، یا خو بیباکه مـــــــه راځـه
بیا می د لویو لارو لویی قافلې یــــــــــــــــادی شوې
زړهُ می جرس شو،د خیال می مرحلې یـــادی شوې
نه تنها زما دزړه غومبـــــری ســـــــــوځی
له شغلو یې دښایـــــست بــغوری سوځی
ژوند يو تت، تياره ځنګل دى
چې انسان په كې وركېږي
مينې درته وتړلم ستا د درګاه سيوری شوم
تور راپورې ښه شو اوس ايله د مطلب توری شوم
ارمان مې دي چې کله به زۀ بيا درته غږيږم
د شپې غوندې په يوه ساه تر سبا درته غږيږم
نه تنها زما د زړۀ غومبـــــرې ســـــــــوځي
له شغلو يې دښايـــــست بــغورې سوځي
راشه او په زړۀ مې پلونه نوي د يادونو کړه
رګ رګ مې د نی غوندې لبريز له فريادونو کړه
شنې لمنې – شنه ډاګونه
بېګني ورښت پريولې
بيا دې درشل ته غلی غلی درځم
ستړی فرياد تر لاس نيولی درځم
د مايوسۍ کره دې ورنشي د چا جنازه
چې ژوند يې اخلي يوه سا د بلې سا جنازه
د حسن سپېلنی يم سرۀ مجمر ته به دريږم
د قبر شمه نه يم چې پټ سر ته به دريږم
اوکه زړۀ مې چې تل تل له محفل څخه راباسي
مست سين شي خپلې پيڅې له ساحل څخه راباسي
حسن دې خزان مه شه رنګ و بوی له ګله وړي
سر به دې حيران مين څنګه له درشله وړي
د ښار له څنډې بيا ګرد لټېږي
يو د زرو دروزدى خونې نړېږي
ستا د عشق له پاملرنې سور او تال د ترانې شوم
زندګي مې دې سر وخوري تاثر د افسانې شوم
يو ځل بيا د حيا په پرخه رنګ ولمبوه
د شمې په خولو کې يی پتنګ ولمبوه
کتابونه او نسخې