غزل
یوه ملک کی هستوگن چېرته لوی خان و
عبدالباري جهانيخان لا څه چی په تربرونو کی سلطان و
په سل گونو یې جوړ کړی وه باغونه
بهېدل یې په شنو ځمکو کی سیندونه
ډېر شوقی و د ښکارونو د بازانو
په بازانو کی پاچا و د سیالانو
ډلی ډلی یې درلودې د مرغانو
د کوترو د سیسیو د چرگانو
یوه ورځ د چرگ او باز سره جرگه سوه
د جرگې خبر کرار کرار ترخه سوه
کلنگی چرگ ته باز وویل مغروره
کبرجنه بې وفایې لکه توره
له سهاره تر ماښامه په نس موړ یې
پر بامونو باندی گرځې په زړه سوړ یې
کرۍ ورځ درته رسېږی نعمتونه
د جوارو درته ډک دی گودامونه
نه می وږی یوه ورځ یې ته لیدلی
نه په کار پسی بادار یې استولی
نه له تا کوی څوک تمه د کارونو
نه وزر لرې د لویو پروازونو
ورځ دی تېره په خوښۍ سی په سیلونو
د مستیه باسې زور تر آذانونو
خو چی کله نوکر ځغلی چرگان نیسی
دوی دوې خپلی کړی دوې پور کړی دوې رانیسی
که کمکی دی که لویان دی په ناروسی
څوک په منډو سی څوک پورته پر بامو سی
ته هم گډ سې په ټولۍ کی د چرگانو
خلاصوې یې په ځغستا له انسانانو
زه چی باز یم خدای را کړی شهپرونه
تر یاغی وزر می لاندی دی لوی غرونه
د اسمان پر لور کومه پروازونه
کښته وینم سمندر خونی موجونه
له هیبته می پر مځکه مرغان ورک سی
په سینه کی د اسمان تیت او پرک سی
له مشوکی له منگولی می لړزېږی
د سرو سترگو له هیبته می بېرېږی
زه راوړم له هسکو غرو څخه ښکارونه
زما له وهمه په هوا کی چوی زړونه
خو چی کله می بادار وبولی ځانته
له اسمانه یې را لوېږمه گرېوان ته
یا یې کښېنم پر اوږو یا پر لاسونو
منتظر د اشارو یم د امرونو
کلنگی چرگ ویل غوږ ونیسه بازه
زه اوته دواړه مرغان دواړه همرازه
ستا خبری د شهپر می اورېدلی
د تېره منگول کیسې می دی منلی
مگر تاکله پوخ کړی باز لیدلی
تا کباب دی د بازانو اورېدلی
کله باز دی چا خوراک لره وژلی
تا لیدلی دی په سیخ چېرته پېیلی
زما په مخ کی زما چرگوړی حلالېږی
زه یې وینم زما همزولی کبابېږی
چی د خان په کور کی ږغ د مېلمستیا سی
د چرگانو په کور گډه واویلا سی
هر یو چرگ خپله چاړه وینی اوبو کی
د سینې ورنونو غوښی په دېگو کی
د جوار چی موږ ته ډک لری لاسونه
زموږ پر غوښو هره شپه باسی ټېغونه
او چی تا کړې د شهپر لاپی آغازی
نو درواخله دا یو څو خبری سازی
ته ښاغلی یې په کور کی د خانانو
چی په ښکار وزې د خپلو همنوعانو
ځان پاچا گڼې په کور کی د مرغانو
خو په لاس کی یې غلام د انسانانو
تر هغو به یې خانانو ته منلی
چی د ښکار له زوره نه یې لا لوېدلی
چی تېره دی وی منگول تېز دی شهپر وی
په اسمان او سمندر کی دی لاس بر وی
یوه ورځ چی دی منگول کی ختم زور سی
په هغه ورځ به دی ژوند درته پېغور سی
یو کم اصل درته وایی بل بد ذاته
د ناز کور به دی سی بل ظالم پاته
چی تر تا په زړه کی سخت او گړندی وی
په نیولو او څیرلو کی زمری وی
لټوی چی غر اوسمه لاندی باندی
په منگول څیری نسونه وروسته وړاندی
ستا په شان به هغه هم اخته په ښکار وی
نا زولی به د میر او د بادار وی
ته به یې هېر یې د بادار د نوکرانو
مسخره به یې د ډ لی د چرگانو
٢٠٠٠-١٨-٨
ویرجینیا