نظم
باب خلق درې گروهه پيدا دي
خوشحال خان خټکپه قرآن کې حکم دا دی
خلق درې گروهه پيدا دی
مؤمنان منافقان دي
بيا له په کافران دي
لارښيونی د هر چا دی
ضلالت که د هدا دی
هدايت که ضلالت دی
کل دده په مشيت دی
مَن هَدَ الله ته نظر کړه
مَن يُضلل هسې باور کړه
درست و شرع ته تسليم شه
په دا بحر کې بې بيم شه
د طاعت توفيق له ده دی
د عصمت توفيق له ده دی
معصيت د کافرانو
ضلالت د کافرانو
په قضا په تقدير وينه
دا هيڅ بې حکم نه شينه
اما دا نه حجت کېږي
هر سړی دې وپوهېږي
که مؤمن طاعت ته شا که
په تقدير حواله دا که
دا په شرعه ناروا دي
چې دا که لاړ په خطا دي
کافران که دا حجت که
واړه کار په ضلالت که
په دا باب قرآن گويا دی
لارښيونی د هدی دی
په قرآن دې عمل کاندي
پل دې نه ږدي وروستو وړاندې
چې په خپل عقل څوک درومي
په دا لار زوال به مومي
دا ځای کار د هيچا نه دی
که هر څو دانا په زړه دی
په قضا په قدر جانه
مرسلان دي بې سامانه
په بلال عنايت وشه
په بوجهل باندې نه شه
جاهدو فينا وار وکړه
نو رغلط فکرونه مه کړه
مدعي که مبتدع دی
فلسفي که مخترع دی
ډېر گروهونه گمراهان دي
چې د دين مخالفان دي
ځنې لرې لرې گرځه
د ړندو غوندې مه پرځه
په قران باندې نظر کړه
چې غلط نه شې باور کړه
دا قلزم خوني قلزم دی
تل په موج په تلا طم دی
د قضا د قدر جانه
الحذر الحذر جانه
چې په دا قلزم کې غرق شي
هم بې پای هم بې فرق شي