نظم
باب لسم - ذکر د نکاح د استبراء
خوشحال خان خټککه پيدا شي پرستاره
آهو چشمه گل رخساره
څوک يې خپله په بها کا
يوه مياشت دې يې رها کا
چې پوره يې استبراء شي
بيا يې هره چار روا شي
که ښکلول وي که جماع وي
گڼه هومره امتناع وي
چې يو ځل دې ويني وينه
بيا له حيضه پاکه شينه
هغه حيض کله شمار وينه
چې په وخت د بها ځينه
دا هم عين استبراء ده
نور پرې هره چار روا ده
که دوو خويندو سودا کا
دواړه خپلې په بها کا
په دخول يوه رغېږي
بله کله روا کېږي
که له وينځې فرزند وشي
که مرده که زنده څه شي
که خواجه يې نه پسندينه
وينځه هم آزاده شينه
نه روا په فروختن ده
نه روا په بخشيدن ده
که دخول ور سره کاندې
روا کېږي په ده باندې
يا يې بل مېړه ته ور کا
په نکاح هم دا ښه چر کا
که اولاد ورځنې کېږي
کار خدمت باندې رغېږي
چې څښتن يې په مرگ ياد شي
نور آزاد وينځه اولاد شي
چې آزاده شوه مملو که
ور نژدې مه شه ملوکه
که دخول کا بې نکاح
دده چار ده نا مباح
په ژوندون هم آزادېږي
که خواجه پرې رضا کېږي
چې يې بل ته ورکوينه
چې له حيضه پاکه شينه
ور سره دې دخول نه کا
د بل زړه دې باندې ښه کا
که يې بيا ورته زړه وشي
په طلاق به بيا دده شي
چې عدت د طلاق تېر شي
بيا صحبت يې په څه څېر شي
عدت درې مياشتې بايده دی
استبراء غوندې دا نه دی
که دخول کا بې عدته
خلاص به نه وي له شدته
مدبره پرستاره
خلاصه مه گڼه له کاره
که دخول ورسره کېږي
روايت دی چې رغېږي
که مال ور کا مکاتبه
نور يې مه نيسه په تبه
که عاجزه شوه له ماله
بيا پرې ستا حکم دی لاله
د بنده غوندې پرې کار کړه
چې دې زړه پرې هره چا رکړه