غزل

بلې مې په زړه کې شي ډيوې قاصده ښه راځې

امیر حمزه شینواری

بلې مې په زړه کې شي ډيوې قاصده ښه راځې

لاړ چې شې له ما په نمرخاته په پرېواته راځې

نور کله به ته، که په خوله نه راتلې په زړه راتلې

اوس دې راولمه په خوله ډېر خو په زړه نه راځې

پوه يم چې نه زغمي غيرت دې غيريت چرې

ځکه زه چې لرې شي زما نه هلته نه راځې

شته دی که کثرت پکې د غيرو فکر نه کړمه

ستا په رنگ کې رنگ به شي، که کور ته مې د زړه راځې

ای داشنا زړه که ته حرم شې هم محرم دې يم

فکر کې زما چې ته حجره دپښتانه راځې

زه چې اوس په خپله هم له خپله ځانه هېر يمه

ای د اشنا ياده! اوس که ته راځې نو څه راځې

فن او شخصيت زما حمزه غنده هم عصره خير

بيا به هم مجبوره يې چې ته زما په پله راځې