غزل

برسېرن شول پيوندونه

خوشحال خان خټک

برسېرن شول پيوندونه

په دل نه لري پندونه

که پدر دی،که پسر دی

سره بېل لري سندونه

نه اميد شو سره پاتو

نه باور په سوگندونه

نه سزا د بد کردار شي

نه د غله ځي مړوندونه

د اورنگ په ظلم مات شول

د بابر د وخت بندونه

په دا هسې وخت خوشاله!

مرگ بهتر دی له ژوندونه