غزل

بس نو هغه سم له امتحانه وواته

امیر حمزه شینواری

بس نو هغه سم له امتحانه وواته

څوک چې دحالاتو له زندانو وواته

خدايزده د بېلتون د شپې سحر راته څه ووې

څنگه مې لاسونه له گرېوانه وواته

ډېر مېن راغلي ستا محفل ته شمع رويه

ټول ترې د لوگي غوندې پرېشانه وواته

تا چې څوک له زړه نه دي وېستلي خلقو هېر کړل

شته دی په جهان خو له جهانه وواته

وو څه لاروي چې دماضي په تعاقب کې

وړاندې د وختونو له کاروانه وواته

نمر ته مقابل چې څوک د علم او عرفان شول

ورک شول لکه سيوري له ميدانه وواته

چرته رسي ځانته چې يې مخه وي خپل ځانته

ورسېده ځانته چې له ځانه وواته

وخته جوړېدل دې کړو فطرت د بلبلانو

وخت کې د سپرلي له گلستانه وواته

گران چې ورته سر نه و حمزه د عشق له سينده

تل لکه کشتۍ ترې په اسانه وواته