غزل بوی يې ديار د تورو زلفو عنبرو راځي امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 بوی يې ديار د تورو زلفو عنبرو راځي د زړه بلبل ځکه گلشن ته په نعرو راځي 02 اوس محافظ د عاشقانو د هستۍ شه مولی جانان محفل ته نن په ناز او په نخرو راځي 03 صومعه نه ده دغه ده صحرا د عشق واعظه دلته لړلي لېوني په وينو سرو راځي 04 سم قاتل واخلي پلوشې واړه جهان کړي مسموم سحر چې نور ديار په زلفو منگرو راځي 05 د عشق رنځور سره دوا ده رنج و غم د حبيب دا مَېن نه دی چې صحت يې په دارو راځي 06 د حمزه جوش او مستۍ وار مو راغی اوس مرحبا ډکې پيالې د يار د سترگو خمارو راځي د قاموس مانا × اصلي کلمه