غزل

بی بی رابیا هغه د عرش ملکه

عبدالباري جهاني

ها نازولې د خالق لا مکان

چی یې له ژونده وو شیطان شړلی

چی یې په زړه کی ځای نیولی یزدان

چی یې پیوند وو د احتیاج شلولی

لار ور څرگنده وه د کور  د رحان

چی د دنیا له نعمتونو گوښه

چی په خلوت کی یې جوړ کړی  جهان

هم یې کوثر هم یې دلبر ورسره

هغه سېرابه  له وصال د جانان

د پسرلي په یوه ښکلي ماښام

چی د نسیم له نازه مست وه گلان

سپوږمۍ څیرلی وو نقاب د وریځو

ځلېدل ستوري پر سینه د آسمان

له شاه زلمیو وه رنگین باغونه

په میخانو کی نڅېدله مستان

د جام پر شونډو تشېدل خمونه

تر آسمانو تللې  نارې د مغان

نغمه،رباب،شهباز، مطرب نڅېدل

په پنجرو کی ژړېدل بلبلان

مینځي ور ناري کړل بي بي را ووزه

چی قدرتونه د سبحان ووینې

سپینی سپوږمۍ سره د ستورو اتڼ

پر شنه کمبله د آسمان ووینې

د پسرلي له نشې مستي پاڼي

چی کرشمې د خپل جانان ووینې

بي بي ور ږغ کړله دننه راسه

چی په خلوت کي دي یزدان ووینې

په دې تیاره کی له جهانه گوښه

پخپله نور  د لامکان ووینې

چی بې گلونو بلبلان ووینې

چی بې له شمعی پتنگان ووینې

بي بي رابیا هغه د عرش ملکه

په خپل خلوت  کی لا مکان ته تلله

هغې په زړه کی وو خپل عرش جوړ کړی

د سترگو رپ کی خپل جانان ته تلله

په قناعت یې بل پیوند شلولی

لکه شغله اووم اسمان ته تلله

د هغې ټول وجود له مینی جوړ وو

خو په سینه کی یې یوه مینه وه

هغې یوازی یو جانان پېژندی

دغه یوه دغه پخه مینه وه

که یې له غیره وو پیوند شلولی

هغې له زړه وو هر نفرت شړلی

لکه لمبه له هره عیبه پاکه

زړه کی یې مکر د شیطان وژلی

هغې ویل د لا مکان خالقه

د کایناتو او جهان خالقه

چی دي دنیا کی زما نصیب کړی دی

هغه دي ورکړه دښمنانو لره

خپل جنتونه نعمتونه کوثر

ورکړه پېرزو یې  که دوستانو لره

ما لره بس جانانه ستا مینه ده

د زړه په کور کی مي تنها مینه ده

بي بي رابیا هغي د نور مېرمني

هغي د هر انسان په درد خوږ مني

په یوه لاس کی یې ډک جام نیولی

او په بل لاس کی یې وه سره اورونه

تلله د غرونو او د ښتونو پر لور

لا یې په مخ کي وه یاغی سیندونه

ویل یې اور د دوږخونو وژنم

چی نه انگار نه یې لمبې پاته سي

ورځمه اور یې په فردوس گډوم

چی نه کوثر نه یې ویالې پاته سي

چی نه انسان جنت ته ومسېږي

چی نه لمبې د دوږخ وغورېږي

چی نه په زړه کی یې د حورو طمع

نه د سقر له خوبه ولړېږي

غواړم بې  طمع بېله ډاره انسان

د زړه په کور کی  ځای کړي نوم د یزدان

پرېوزي سجدې ته د خالق لا مکان

په شپه اوورځ یې وي په زړه کی  جانان

بی بی رابیا هغی د نور مېرمني

هغی د هر انسان په درد خوږمني

د نفرت زڼی له سینې ایستلی

ریښې د میني یې په  زړه کی پلني

چی یې سوځلي وې د زړه پر غولي

د عشق له اوره د شیطان څرمني

ځکه یې عرش کړی  خلوت کی وو ځای

او نازولې وه د مینی د خدای.

٢٠٠۴-٦-٩

ویرجینیا