غزل
بزگر چې دا دانې لوني په مځکه
خوشحال خان خټکبزگر چې دا دانې لوني په مځکه
له يوې دانې زر طمعې لري ځکه
حقيقت دی، که مجاز، درته يې وايم
يوه ښه ښايسته جل، بله لوځکه
چې محنت په ځان قبول کا راحت مومي
خدای بد نه کاندي خواري د هېچا ورکه
که خبر نه يې، خبر شه! چې حال څه دی؟
په ظاهر ډېره ټگي لرري لټکه
هر زمان به د اوبو په فکر نه و
بې اوبو که ماتېدای د تږې سکه
دا پرېشان، پرېشان ويل مې له مستۍ دي
چې دې مزي دژوندون بولم څوټکه
تر ليدلو نه يې نه ليدل بهتر دي
چې و مخ ته يې نظر کېږي په کرکه
چې يې مينه د زړه سنگو روزي نه شوه
په قيامت به د هغو تله وي سپکه
که بوسه د هغې دنگې د خولې غواړې
يايې دواړه څڼې نيسه، يا څوټکه
دا دې واړه ناپوهي نه ده، نور څه ده؟
چې د لويو چارې غواړې له هلکه
د بدگوی د خولې خبې واړه روغې
چاړه، توره بې سندانه بې څټکه
دا مې شعر په بياض کې نه دی جمع
په کچکول کې مې پراته دي څو کنډکه
چې سړې شلومبې يې څښم په وخت د اوړي
بادشاهي داورنگ زېب زما غړکه
کوم باغيان ، هوډيان دې پرې يستل له هوډه
چې دا هومره ډېر دماغ لرې خټکه
تل چې ارته لمن ته څکوې په مځکه
غره توب لرې د مخ په خوبۍ ځکه
په بېسردې رنگا رنگه ټکي گوره!
په دا شان به ښايسته نه وي لوځکه
چې دا هسې ښېوه گره ځنې زو وې
سړۍ نه وه، ښاپېرۍ وه ستا ادکه
د مستۍ له مخه دا پرېشان ويل کړم
چې دې مزي د ژوندون بولم څوڼکه
زه به تا وته نژدې شم، تا به گورم
که زما گنده نه، نه کېږي ستا کرکه
په بوسه مې د لبانو سرفراز کړه!
همېشه په زړه لرم د شربت سکه
لېونی دې د جمال نه يم، نور څه يم
چې په خپله خونه نه پرېږدم کونجکه
لون لون شو لالونه د شاهانو
د هر در رالره بس دي څو کنډکه
سربازم، وصال دې غواړم هغه زه يم
لکه څوک چې په بل لوري غواړي ورکه
د ښايست بخره يې ورکړه و ترکانو
محبت را پيدا کېږي له تاجکه
چې يې توره پکار نه وي حبطه ده
که يې روغه وي د سپينو زرو تيکه
مگر تا څخه سامان د سلطنت دی
چې په هوډ مې سپينه خوله غواړې خټکه!
چې وفا يې له چا نه مونده په مځکه
و اسمان و ته روان شو عيسی ځکه
په زرگونو راته لاف کړ، اوس يو نشه
اشنايي له هر چا ښه ده، بې خټکه
د هغو له خولې کږې خبرې اورم
چې به ما ورته کاته کول په کرکه
د راحت په وخت چې تل تر تا ځارېږي
په سختۍ کې وېزارېږي له ابکه
ما وی واړه په احسان زما بنده دي
همگي يې زيست، روزگار و له کوتکه
د معنی په سترگو گوره که دانا يې
په ظاهر جامه کې ښه برېښي لټکه
مروت، ياري ترې مه غواړه خوشاله!
هر سړی چې اوبه وڅښي له اټکه