شعر
عبدالحمید زاھد
عبدالحمید مومندعبدالحمید زاھد
نوم عبدالحمید زاھد د پلار نوم عبدالواحد کلے تخت بھائی مردان ، تاریخ
پېدائش ۱۹۶۸ ء تر لسم جماعت پورې تعلیم ئې پہ خپلې سیمہ تر سرہ کړے دے او
اوس پہ محکمہ زراعت کښې دندہ لرې ۔ تراوسہ پورې یوہ شعری مجموعہ روښانہ
باندې د عصر لیکوالانو او شاعرانو لیکونہ او پېرزاونې وړاندې کړې شوې دې
عبدالحمید د شاعرۍ مجموعہ پہ غزلیاتو اود پہ نظمونو مشتمل دہ ۔ د غزل
موضوعات ئی دی حسن ، عشق او قام پرستی ۔ ژبہ ئې خواږۂ پستہ او روانہ دہ ۔
زلفې خورې کړہ چې اثر دمعنبر مات شی
حجاب دې لرې کړہ چې حسن د قمر مات شی
سینہ مجمعر پرھر زړکے کړہ سپېلنے ورتہ نن
یار تہ مینہ ئې لوګے کړہ چې نظر مات شی
ھٰغہ دے ستوری د سبا مو سر ودرېدۂ
بس دے اے خیالہ رخصت واخلہ چې سحر مات شی
پہ کفن رنګہ جامو داغ بہ درتہ جوړ کړې شیخہ
دلتہ چې جام لہ لاسو پریوځی اکثر مات شی
نوټ = حسن د قمر مات شی او سحر مات شې د روزمرې مطابق نۂ دی خو جدت دے پکښې
خوند کړی ۔
دا نۂ زما جنګ دے نۂ ستا جنګ دے
دا د یو دوو قاتلانو د انا جنګ دے
د پښتنو وینې ارزانې دی ھر ځاے توئېږی
کہ دکشمیر کہ د کابل او پښتون خوا جنګ دے
مونږ پکښې ولې خپل ځانونہ پہ دار اوخېژو
دا خو دوو نظریو د ارتقا جنګ دے
ما د روانې صدۍ ھر پاڼہ واړولہ
چرتہ د خان جنګ دے چرتہ د ملا جنګ دے
چرتہ مونړ لاړ شو چرتہ اخر کډہ اوکړو
ھم پہ ښارونو زمونږ جنګ ھم صحرا جنګ دے