نظم
بې قراري دعزيز د شاهد له هجران او خبرېده د عزيز له بېوفايۍ دهغه گل خندانه
عبدالحمید مومندهېڅوک مه وايه عزيز ته دا خبر
چې په دروه در څخه لاړ د روهي دلبر
نور دې نه لري ليده چېرې بايده
د دوستۍ له شرمه درم کابايده
که پرې پرېوځي دغه تندر ناگومانه
هغه دم به يې زړه وچوي له ارمانه
خود به حال صاحب د حال په رموز پوه کا
يو په يو به يې خبردار ديار په دروه کا
خود کرده به شي ورپښ هر چې ورپېښ شي
گوره څه فتور ورپېښ له دغه برېښ شي
د خپل يار له بې رحمۍ منکر عزيز
مات په زړه له نيرنگۍ د فلک خريز
د طالع د کج بازيه بې خبر
و راتلو ته منتظر د خپل دلبر
چې به اوس په وعده تللی آشنا راشي
بې خلله به سهي په وينا راشي
چې وعده د راتلو تېره شوه يک لخت
اشتياق يې په مشتاقو شو لا سخت
کله وځه کله ننوځه نا ښاد
کله کښېنه کله پاڅه په فرياد
گاه لارغه ديار ياد په تله توله
کله يار وعده خلاف د جهان بوله
گاهې عذر معذرت کوه دا وايه
گاهې شوخ و بې پروا بې وفا ستايه
هېڅ مې نه زده نه پوهېږم څه سبب دی
چې باعث په معطلۍ دشکر لب دی
وکړ يار په څه کبل هومره لارغه
کوم صياد وښکه وزر ددې مارغه
يا څه عيش يې دا منگير ددې خود کام شو
يا يې لنډ دمروت له لوريه گام شو
ښه په ما بلا پسې يار دې خوشحال وي
معشوقان خوش وخرم،مين ملال وي
د راتلو تر حد يې تېر دشاهد د رنگ شو
په عزيز د صبورۍ جهان تنگ شو
آرام رم ور څخه وکړ عقل نقل
په نيمگړې ملگرۍ يې مل و عقل
د زړه زخم يې تر خولې سرايت وکړ
لا علاج يې په فرياد شکايت وکړ
د فرياد په وخت يې شوه زما صاحبه
لکه شمع آتشباره دده ژبه
دزړه وينو يې له سترگو واهه موج
باندې ځغله لورالور دبلا فوج
خوله په آه، سترگې په اوښو، زړه په درد
درست د غم په تاخت سره و گرد وگرد
هر ساعت يې په سر کاڼي هغه ورځې
ورول د هغه يار د غمو ورېځې
چې ترغوږ به يې آواز دمجاهد شو
ور ولاړ به زر په طمع د شاهد شو
چې شاهد به يې ونه ليد هلته چېرته
له کمره به دی لگېده خوا بېرته
بيا ب ه کښېناست ويرژلی دم ختلی
د مرده په څېر له گوره راوتلی
په حسرت به يې له لاسه دآسمان
سره ټک وهل لاسونه په ارمان
چې خواري مې ابته، محنت برباد لاړ
يار مې دا گوزاري ابدالاباد لاړ
په دا حال هسې پوهېږم بدشامته
چې موقوف د يار ديدن شو تر قيامته
هر گز نه يم رغېدونی رنځ مې اوږد شو
درد و غم، الم په ځای راباندې روږد
دی په دا تپ وتپش کې په لړزان و
د آسمان ځمکې تر ميان دی اوېزان و
چې ترې راغله هغه دوه کسه لالنه
چې وو ده ور سره کړي په پالنه
له خجلته شرمنده کوز گوړي غلي
د شاهد د دروه په اور زړونه داغلي
په خوله آه اتشي په زړه خسته
رنگ تغيير، عقل برهم، قدم بسته
دا خبره لکه تندر د آسمان
دعزيز په تندي پرېووت ناگومان
چې يې مونږه يوه کار ته ولېږلو
په غيبت يې له حضوره وکږلو
که بيا راغلو هغه ځای هغه ځوان نه و
ميخانه تشه پرته وه مغان نه و
که يعقوب غوندې مو غوښت په تاسف
هېڅ مو نه مونده سراغ د ورک يوسف
تم تری په هغه ځای لکه پېری شو
نه پوهېږم چې د کوم ځنگل مزری شو
که مو ولټاوه هر څو خواو شا
نه شو موند په هېڅ پلو کلا حاشا
په دا رنگ چې دا بڅري سره لمبه شو
پورې اور د صبر شرم په پومبه شو
هنگامه د آه فرياد شوه هسې گرمه
چې دکفر سنگدلي شوه پکې نرمه
تصور چې يې ددې ماتم تصوير کړ
ځمکې خاورې په سر لوستې فلک وير کړ
هر پلو ته خبر لاړه پرېشان
يوه رانه وړو د ورک يوسف نشان
و ديار و ته يې واستاوه قاصد شو
خبر گير کلي په کلي د شاهد شو
بې نامې چې به يې اخسته په ژبه
بل خبر ځنې رانه ووړ چا صاحبه
په هرځای چې به گومان لووه گواهي
دود و له په تبۍ يا کړاهي
چې به وهم سراغ ورکړ په هر چېرته
تفحص به نا اميد راغی په بېرته
د طلب په پښو سوده اس د آرزو شو
په اميد د ناميدۍ جواب پېرزو شو
چې پرې بند شوې واړه لارې و وصال ته
نور يې ځان ژاړه دا رنگ ديار و خيال ته
چې دا ولې؟ په څه؟ څه زما تقصير و
يار په کومه يوه چار له ما دلگير و
چې دا هسې بې پوښتنې له ما لاړ شو
خواه ناخواه زما د وژلو په ويلاړ شو
چې مې لاړ شو لکه روح هسې له تنه
بل علاج راپاتې نه شو بې کشتنه
ته او تله ،زه او سلگۍ د زنکدن
هر چې وي ثواب عذاب ستا په گردن
وايه ای په ظلم زور بې گناه کُشته
تا په څه سبب کړه خوښه دا ناخوښه
دا دکوم دېس و ديار رسم و رواج دی
چې خوښ کړی بې خودۍ دا ستا مزاج دی
دا چې کړې تاله ما په غداري ده
وايه دا مسلماني که کافري ده
چې لمبه مې ستا د هجر په زړه څري
تر لېمو لکه مجمر ژاړم بڅري
ستا د مهر له سرديه نژدې لرې
رېږدي زړه محض د مرگ له سړه لرې
له آشنا د آشنايۍ دم وهل څه؟
بيا دا هسې په هجران سره در وهل څه ؟
په دوستۍ کې دروه، د رب، عشوه، فرېب
لکه کفر په اسلام کې وي بد زېب
ته او دروه زه او راستي سره سپارلي
زر به رېبو که يې خدای کا خپل کرلي
په ژړا چې د شبنم گل تبسم کړ
زر په زر يې ماته خوله د خزان سم کړ
چې خندا په سوز د شمعې کاله قبحې
ځکه خوله د وينو ډکه شوه د صبحې
دا يو کر در سره څه وکړ لالنه
ستا دا هسې بې پتي زما پالنه
تر دې درده بې درمان يمه په مرگ خوښ
د ژوندون دم مې اغزي دي په زړه خښ
څه به ښه راسره وکاندي اجل
که مې نه کا پس له دې په ژوند خجل
دا بې ياره زندگي شرمندگي ده
که مې مړکا عزرائيل ته بدنگي ده
په دا کار به شکر دار شم له الله
که مې وکاږي له آهه سره ساه
چې رخصت ځنې په غمزه د يار خيال شو
په دا رنگه شکوه گوی په حسب حال شو
چې د ښکليو دود دستور بې وفايي ده
زرغونه يې په سرشت کې جفايې ده
د لاله په څېر نيمگړې آشنايي کا
د برېښنا په څېر بې پايه روشنايي کا
هېڅ يې نشته دی وفا په آشنايۍ کې
سل سياهۍ لرې پرتې په روشنايۍ کې
په گړۍ کې يار اشنا د سلوکالو
آواره دخود کامۍ کا په ناخوالو
ته په مهر سره زړه ور کړی دی سږی
هر ساعت دې په آرزو وي د زړه وږی
له رښتينو عاشقانو يې بلا وي
دم قدم د دروغژنو په سلا وي
ته يې شمعه غوندې ژاړې په هوا
دی دې صبح غوندې خاندي په ژړا
چې په خوا د خپل مطلب راشي خوبان
وينځي لاس ديار په وينو شتابان
دا مذهب دی ددې دور د بتانو
چې په قطع دښمني کاله دوستانو
نه لېوه په تربيت اموخته کېږي
نه خوبان د چا په سر و مال خپلېږي
بې له دې چې اشنايي نه کړي ملا
ددې درد بله دوا نشته اصلا
کم بختان به د عزيز په دود دروېش
په اميد د يوه نوش خوري هزار نېش