غزل

بيا يې واغوست سور کميس پټې پټې

خوشحال خان خټک

بيا يې واغوست سور کميس پټې پټې

باندې زلفې څنډوې لټې لټې

څوک به ستا سره څه نرد کا دخوبۍ

چې په هره منصوبه گټي

وايې څوک به زړه زما له لاسه خلاص کا

درېغه څه خبرې کړې کټې کټې

عاشقان به دې له وره نه وا نه وړي

که هر څو يې لکه سپي رټې رټې

کله کله څه خو مهر په ما خوار کړه

د رقيب په خوله مې څو رټې رټې

چې نري نري سپڼسي غړم د شعر

په بياض باندې يې ږدم اټې اټې

دواړه شونډې مې عسل دي ای خوشاله!

په څه دود يې په حرص څټې څټې