غزل
بېلتون مې چې د عمر ملگرتيا وکړه وصلت شو
امیر حمزه شینواریبېلتون مې چې د عمر ملگرتيا وکړه وصلت شو
زحمت د اشنايۍ نه چې خبر شومه رحمت شو
ارمان هله ارمان و چې په زړه کې مې مېشته و
له زړه يې چې لېمو ته کډه راوړله حسرت شو
ښايست يې چې د ټولو اداگانو سره راغی
ټول مات شو احساسات خو مقابل ورته حيرت شو
اجزا د حسن واړه د نمود له وصفه چورلي
نمود چې له اجزاوو طواف وکړو محبت شو
اوس عشقه کړه د حسن ننداره چې درته ټيټ شي
چې ټولې کمزورۍ دې سره يو کړلې طاقت شو
ما وې چې التفات د ښکليو نه وي مصيبت وي
اوس پوهه شوم په دې څه التفات يې مصيب شو
زاهده ما خو کړې د شرابو نه توبه وه
قربان دې د سرو سترگو نه ظاهر يې کرامت شو
ما هسې کتل تاته ياده خپله بې لوزي شوه
شايد له انتظاره هر نظر مې شکايت شو
تاريخ د مينې جوړ شو له خاموشه جذباتو
مونږ هېڅ په خوله ونه وې خو مشهور مو حکايت شو
تعبير مې د ځوانۍ د بربادۍ دی چې يار وينم
شايد چې رابيدار مې په خوبونو کې طاقت شو
ړومبی ځل التفات يې اشارت د محبت و
بيا پسته چې يې سترگې کړې ناجاڼه صراحت شو
اشنا مې مخاطب کړو وې رقيب ته چې څه وايې
قربان له دې ادا نه څنگه ښکلی اجازت شو
حمزه! سبب يې دا دی چې دې خوښه گمنامي ده
وختونو درنه څه انتقام واخيستو شهرت شو