نظم

بغاوت

عبدالباري جهاني

سوځوئ د ميني نښي

هېروئ پردي يادونه

ړنګوئ د تقوا خوني

ماتوئ د اور خمونه

ړندوئ د زاهد سترګي

ورخراب کئ خلوتونه

پرې کوئ د ساقي ګوتي

چي ونه وېشي جامونه

څڅوئ مالګيني اوښکي

لمدوئ د ګرېوان لاري

د ژوندون په رمز چي پوه وي

په هستۍ کي نېستۍ څاري

ښخوئ سرکښي هيلي

سوځوئ د اميد پلونه

ماتوئ د شيطان داړي

ورانوئ د زاهد خونه

د نړۍ له رنګه تښتئ

په دې رنګ کي دورنګي ده

اهريمن زيتون په لاس دئ

د عدن نګهباني ده

د زقوم د زهرو څاڅکي

د سوما له بوټو څاڅي

نامردي نه ده نو څه ده

په ډک خم کي خمار ناڅي

خرقه پوش ساقي سنګسار سو

د مينوش زاهد په کور کي

د ګناه سکروټي سوځي

د پرهېز په ساړه اور کي

ځئ ژوندي کفن په ځان کئ

د هستۍ له غوغا تښتئ

د دوږخ لمبو ته ورکئ

د ريا لستوڼی سکښتئ

دا د پټي ميني شور دئ

دا د لڅي ګناه زور دئ

دا د ړنګي آرزو رقص

دا د توندو اوښکو اور دئ

دا بې رقصه پايکوبي ده

دا بې چيغو بغاوت دئ

دا بې ميو بد مستي ده

بې کتابه عبادت دئ

دا د عقل لېونتوب دئ

دا د بنګو هوښياري ده

د ژوندون جنازه اخلي

په کفن کي بدمستي ده

دا د زړه په غوږو واورئ

د مغان د پير وصيت دئ

نن يې نوې خښته کښېږدئ

که څه دېر دئ که خلوت دئ