غزل
بې رنگه بهار دی، وچ د زړه گلزار دی
امیر حمزه شینواریبې رنگه بهار دی، وچ د زړه گلزار دی
ای د رسالت امامه تاته انتظار دی
راشه راشه راشه اوس څرگند په کليت کې شه
ای د رسالت روحه قالب د امامت کې شه
بې رنگه بهار دی
اوس بغير له تانه چرته خوند دپيمانې نشته
اوس هغه رونق ددې دنيا د ميخانې نشته
بې رنگه بهار دی
ستا چې د راتگ وې هغه ټولې شوې وعدې پوره
ته راښکاره نه شوېړ که شوې واړه نښانې پوره
بې رنگه بهار دی
شمع ستا دمخ چې په محفل کې د دنيا نشته
واړه پتنگان په انتظار سوځي رڼا نشته
بې رنگه بهار دی
راغله ستړي زړونه په ککو کې يې قرار ونيو
ستا ددين شوق مو د گرېوان ځنې ځمبار ونيو
بې رنگه بهار دی
گرد چې د سپوږۍ په مخ د ستورو بوږنېدل وينم
ستا دمخ په نمر پسې دواړو پسخېدل ونيم
بې رنگه بهار دی
موسک شه د حمزه د زړه په گل کې د چپيا په رنگ
يا خو په لېمه د بېنوا کې د خندا په رنگ