نظم

بې هنره که بادشاه د درست جهان شي

خوشحال خان خټک

بې هنره که بادشاه د درست جهان شي

هيڅوک نه پسندي په ده د لويۍ چر

هنرمند که گدايي کا کنډول واخلي

په ليده به يې هر څوک ښوروي سر

شېخ زاده د هندوستان

خواجه ها د بدخشان

همه دادي چې يې غواړي

هغه سره، تور کافران

که دې لاس ورباندې بر شي

صرفه نه بويه زمان

چې يې ترس له خدايه نه وي

نمونځ روژه به دده څه وي

لکه دېگ په نغري کښېږدې

چې په کې تشې اوبه وي

چې په باغ کې يوگلاب وي

په تمام جهان رسوا وي

آه د عشق له آه سرده

چې ځان وچ کا گونه زرده

آه د عشق د بېدادي

چې خوني لري وادي

آه د عشق له شرو شوره

چې غم راوړي لورد لوره

آه د عشق له حاصلانه

ځان رسوا خونه ميراته

آه د عشق تېره خارونه

چې په زړه کا پرهارونه

آه د عشق د بده تاوه

چې سړی کاندي بې تاوه

آه د عشق د ډېرې ځلې

سرې لمبې په گوگل بلې

واوېلا فرياد آه آه

جدايي وکاږي ساه

په سړي دفراق غم

رڼا ورځ کاندي تور تم

يو غم ښه دی نه بېلتون

چې دې پوخ کاندي لړمون

په رنځ يو ځله سړی مري

په هجران سره خو دی مري

په مرگ يو ځله آدم مري

په هجران سره هر دم مري

زه چې تل سبا بېگاه

نور څه نه کړم بې آه آه

دا ساړه آهونه نه دي

سرې لمبې د لړمانه دي

آه ارمان ارمان ارمان

هر څه وای مه وای هجران

مست هاتي کړای تر پښو لاندې

سل بلا شوای را اړاندې

تن مې وخوړای پړانگانو

يا طعمه کړای نهنگانو

يا مرغ يوړای و اسمانه ته

بيا يې پرېښوای ادميان ته

چې په مځکه لگېدلی

تار په تار وبله تللی

د جهان لرگي واښه

سره ټول کړای وچ لانده

پرې يې اور ولگولی

بيا يې زه ور اچولی

دا دې وای تر دا لا گران

خو دې نه وای يوهجران

دا دې وای تر دا لا شاق

خو دې نه وای يوفراق

جدايي وي په څو رنگ

ياي ې يار نه وي ترڅنگ

يا له موره يا له خوره

يا له وروره يا له کوره

يا له ملکه له اولاده

يا له بومه يا له زاده

يا له جاه يا له جلاله

يا له ملک يا له امواله

يا له قومه له حشمه

يا له خپل يا له خدمه

دا همه واړه چې شمار شوې

په خوشال باندې يکبار شوې