غزل

بې ياريه دې دا خوار مري، يار وه يې

خوشحال خان خټک

بې ياريه دې دا خوار مري، يار وه يې

رقيبان په دا خوارېږي، خواروه يې

تا وی مخ به در ښکاره کړم صبر وکړه

نور مې توان د صبر نشته، ښکار وه يې

زر فتنې راسره کړې، زه يې اخلم

که يو ځل چېرې غلط شوم شمار وه يې

تر جمال دې ډېر پتنگ غوندې ځارېږي

ستا د حسن کمی نشته ځاروه يې

چېرې نه چې ملامت له پرې ووځي

يو عجيب غاري غر څه دی څار وه يې

منتونه دې دخولې راباندې بار دي

ستا تر سپينې خولې ځارېږم بار وه يې

و هر چا وته مرهم شه، ورته خانده!

گناهکار خو يو خوشال دی خوار وه يې