غزل

بيا رباب د مغني ښه سرايت کا

خوشحال خان خټک

بيا رباب د مغني ښه سرايت کا

په نغمه کې نوی نوی حکايت کا

شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم

د بهار ګلونه ماته هدايت کا

ګدايانو لره غم د ګېډې ډېر دی

بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا

د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي؟

په جفا کې چې دا هومره عنايت کا

په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شم

لکه څوک چې له شکر و شکايت کا

دا زما د بخت اثر نه دی نو څه دی

له رقيبه چې شکوه په دا غايت کا

په دا شهر کې څرګند شراب خرڅيږي

محتسب د باده نوشو رعايت کا

که د ښکليو د ديدن مينه ګناه ده

سکه خوشال خټک درست عمر جنايت کا