نظم
بوډۍ مينه
عبدالباري جهانيساقي مينه کي بلي پټي لمبې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
سينه کي وښورېدل بيده خيالونه
د بوډۍ ميني مستي زاړه يادونه
يوسه د عقل زنځير او زولنې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
سترګو کي ونڅېدل تېر حسابونه ـ
لا مي بڅري ژاړي خپاره نظمونه ـ
لا مي په وينو کي سته زاړه اورونه
لا لېونتوب ته خوځي ژوندي رګونه
لا مي په زړه کي ژوندۍ څو ترانې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
نن د کلونو تږي دلته اوبېږي
د زخمي هيلو پرهار پکښي رغېږي
نن د زاهد پر خونه د غم نارې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
زما لېونتوب ته پخوا جوړي پلمې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
څپې د وصل راځي هجر ډوبېږي ـ
د عقل فکر زندان رانسکورېږي ـ
ځکه مي کوچ راکړی ستا له جهانه ـ
نن د حافظ په حکم توبه ماتېږي
د ګناهونو کاتب ستومانه کېږي
نور نصيحت ونه کړې شيخه نادانه
په ناپايانه سراب کي سرګردانه
ما د بقاء په کوثر کي اجارې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
تا د ابليس له وېري شپې کړلې سپيني
ما په مستۍ وچي کړې شيطاني ويني
زما د توکل په ميو ماتي توبې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
زه او ساقي د ازل ګناهکاران يو
موږ د قسمت په تقسيم سره خپلوان يو
ته د نصيب جنتي موږ جنتيان يو ـ
ما جهاني منلي دا فيصلې دي
خم ته راغلی يمه واخله پيالې دي
تا د توبو په اوښکو سترګي کړې خوړيني ـ