غزل چا چې نړان ته خپل قدم په لاره سم ايښی دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چا چې نړان ته خپل قدم په لاره سم ايښی دی سايين صاحب ورته په خوږ زړگي ملهم ايښی دی 02 طالب د حق به يې له دره نه محروم ځي ولې محمد عظيم په لا مکان ړومبی قدم ايښی دی 03 ورشه مالک له د کشمير چې غم دې ورک شي همه د قسمتونو يې خالق لاس کې قلم ايښی دی 04 دغه لويي ده د سايين چې په درگاه د خواجه دده امين په دروازه بالا علم ايښی دی 05 فنا فی الله کړي په يو ځل نگاه کولو سره په منځ د وروځو کې يې عرش معظم ايښی دی 06 خوشحال خندان دې همېشه وي اهل بيت د سايين دوی کې پاک رب جود وسخا لطف و کرم ايښی دی 07 راز د خيات ابدي به در معلوم کړي حمزه زمونږ د پاره مصفی سايين رقم ايښی دی د قاموس مانا × اصلي کلمه