غزل

چا يې راز د خولې تحقيق نه دی موندلی

خوشحال خان خټک

چا يې راز د خولې تحقيق نه دی موندلی

که صفت يې واړه خلقو دی ويلی

په چشمانو کې يې سحر د بابل دی

په ملال ملال کاته کې ما ليدلی

يو نظر يې راته وکړ، نور په تله شوه

د ما زړه وړي د بڼو په تار پېيلی

و چمن لره چې درومم، تللی نه شم

د مخ باغ يې تر لمنې يم نيولی

په هر لوري کښلي ډېر دي، خلق وايي

څوک دې يو راته ښکاره کا هسې کښلی

چې و مرگ وته مې مينه ستا غمزه کا

خدای دې ستا له لاسه روغ کا زما څلی

تر جلب نيولی، تل باندې سورلي

زړه مې پت مېړنی سور دی، خال دې پلی

چا به بې د عشق له کاره بل کار نه کړ

د خوشال د خولې ويل کا چا منلی