غزل

چې بې اختیاره یو راغلې بی اختیاره به ځو

عبدالباري جهاني

یارانو نن وې که سبا په دغه لاره به ځو

دیدن وړیا دی خزانې دزمانی پراوږو

لکه راغلې ووتش لاسې له بازاره به ځو

په دې هنداره کې چا مخ دځان لیدلی نه دی

هم بی خبره له خپل ځان هم له اغیاره به ځو

کیسه نیمګړې لا جانان ته رسیدلی نه ده

لکه تصویر په ګنګه ژبه له دی ښاره به ځو

ګوره چې ځاندی ، که صنم ، که بی اختیره چیغې

لکه منصور په پردی مینه کې تر داره به ځو

دی نغمه زارکې سور او تال دپیژندلو نه ده

دتار پر ولې شرنګیدلې یو تر تاره به ځو

څه به له اوښکو سره سری سترګې تر مرګه وینو

دخپل اذل جنازه نیسو تر مزاره به ځو

نه مو په ژبه نه زګیرویو سره وپیژندل

شونډې ګنډ لې په اغزیو بی ریباره به ځو

دلته دغم په شپه خوښې له مرګه وزیږیده

ددی ماتم کیسه اوږده ده تر سهاره به ځو

دلته مزلونه جهانې لکه تڼاکی چوې

ژوند ددردونو افسانه ده تر پر هاره به ځو