غزل

چې د زلفو ځنځېرونه ښکاروې

خوشحال خان خټک

چې د زلفو ځنځېرونه ښکاروې

‎کوم د مینې لېوني هوښياروې

‎عاشقان دي قتل کړي دي بې تېغه

‎چاته توره د غمزې تیاروې

‎و کافر ته د مومن ازار ثواب دی

‎کافرګۍ یې ځکه ما ازاروې

‎را تر غاړې ستا د زلفو زنار نه دی

‎نور مې څه په کافرۍ اقراروې

‎په ملال، ملال کاته دې نور چا نه زده

‎خو هم ما زده، چې پرې ما بېماروې

‎ښکلی مخ دې د څراغ غوندې ښکاره کړه

‎عاشقان لکه پتنګ ترې ځاروې

‎په خندا، خندا راځه غاړه غړۍ شه

‎که خوشحال به له ژړا قراروې