غزل
همه سترگې شو چې وکړو چا ديدن د سايين صاحب
امیر حمزه شینواریهمه سترگې شو چې وکړو چا ديدن د سايين صاحب
دي نرگس چې سترگور يې دی چمن د سايين صاحب
چې هوا د مدينې يې تل خرام کوي په غرونو
الهي زما وطن هم شه وطن دسايين صاحب
سوز د عشق له زيادته د انوارو له کثرته
پرده پوښ د ماسوی شو پيرهن د سايين صاحب
د جلوو ژبې پيدا شوې د مجاز په آيينه کې
حقيقت شو بې نقابه په گفتن دسايين صاحب
بېنوا کې يې نوا ده په اکبر کې يې صورت دی
دواړه يو لرې خاونده جان وتن د سايين صاحب
د زړه شمعې ته يې راغلل پتنگان د حکمتونو
دوی پرې سول خو سحرونه ماسخوتن د سايين صاحب
څه عجب که تار په تار شي دا لباس يې چې د نفس دی
حمزه لاس دي لگولي په لمن د سايين صاحب