څلوريزه

چې عاشقي کړې پېغور قبول کړه

خوشحال خان خټک

چې عاشقي کړې پېغور قبول کړه

د واړو خلکو شر شور قبول کړه

که څوک دې اچوي و سرو لمبو ته

د يار د پاره سور اور قبول کړه