غزل
چې بازييې په جهان کړم، هغه زه يم
خوشحال خان خټکچې بازييې په جهان کړم، هغه زه يم
هم يې پوسم، هم ترې يوسم، اړ پرې نه يم
و اغيار ته لکه کاڼی موم و يارته
په سختۍ او په نرمۍ کې هغه زړه يم
و بلا ته داختيار توره په لاس کې
و قضا وته تسليم په شان دمړه يم
کله بوټی د کېميا په مرغزار کې
چې په حال مې خبردار شي، د هغه يم
تندر هم زما له ذاته نه پيدا دي
چې سپين زړه کې د باران سپينې اوبه يم
په هر نام چې دې رضا هغه مې بوله
آدم زاد، فرښته، پری، بوده، لېوه يم
د کونينو ننداره د زړه په عين
د ويښ والي په دود کړم تاته اوده يم
د هر چا بازار زما په سودا تود دی
خبردار په سود د بحر، هم د غره يم
هم د اوښ غوندې هلک سره په لار ځم
چې په بده لار مې بيايي مل يې نه يم
هم مې څيز، هم مې ناڅيز کا په زمان کې
زه خوشال په حال خبر نه يم چې څه يم