غزل
چې د خپل عقل ويل کا هغه کله خردمند دی
خوشحال خان خټکچې د خپل عقل ويل کا هغه کله خردمند دی
چې پوښتنه مصلحت کا، هغه هم د عقل بند دی
چې مې فهم، فکر وکړ په دا خپله دانايي کې
بل نادان راښکاره نه شو که نادان دی خود پسند دی
تر مشرقه، تر مغربه چا دا هومره جهان وغوښت
عقل علم هم دا هسې په جهان کې چند در چند دی
گډ شه وغواړه، باغوانه! په هزار رنگه مېوې خوره
راشه راشه راته وايه سم د واړو لذت خوند دی
لال،الماس دي په جهان کې دُر مرجان شته دي، مشکڼي
واړه هيڅ پوشيده نه دي، د هر چا قدر څرگند دی
هر سړی چې محنت نه کا هغه کله راحت مومي
راشه راشه رنځ قبول کړه! که ته گنج غواړې ښه پند دی
که ته راشې له اسمانه، جبرائيل شي په دا څه شي
خوف رجا راوړه ای جانه! کار د تورې يا د شخوند دی
څوک چې حکم رياست کا، سياست دې کا په شرع
اوس لا بلکې خلق بد شول، په توره عمل هم سند دی
ډېر به ښه زويه راوړي دا نه پلاره څلور ميندې
نن په واړه پښتانه کې يو خوشال لايق فرزند دی