غزل چې د لويو کتابونو دانشمند وي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې د لويو کتابونو دانشمند وي د هلکو کتابونو په کار بند وي 02 چې خرما يې د بلوټ نه وي خوړلي و هغو ته پټوې خرما خوند وي 03 چې دهند په شکرقندو خبر نه وي و هغو وته گازرې شکر قند وي 04 د الگ په مناره به نظر نه کا چې هغه ته د ډيليه ملک څرگند وي 05 هر سړی دخپل وطن ثناصفت کا د هرچا تر فهم کښلی خپل فرزند وي 06 د ناپوه سړي د پند سره کار نشته ما چې وليده دانا محتاج دپند وي 07 زه خوشال يې د دانش په سترگو وينم د هر چا چې بده پوهه، غلط سند وي د قاموس مانا × اصلي کلمه