غزل چې د پلار په نصيحت نه کا ژغرۍ خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې د پلار په نصيحت نه کا ژغرۍ د هغه زويه دانه شه په مرۍ 02 د پرون ورځې به نن حلاوت نه وي که يې گورې ورځ په ورځ دي کهترۍ 03 لکه موږ د بابا زويه وو په نغته اوس په دا دور له چا طمع لرئ 04 که له پلاره زويې مومي په رای درومي گڼه نه کا زيست روزگار د پسرۍ 05 نورې واړه سرشتې برهم درهم شوې خو په ځای ده سرشته د نوکرۍ 06 دا هم هيڅ حق د نمک ته نظر نه کا په نايافت کې بهانه غواړي نرۍ 07 اوس په سپينه ږيره زر غواړه خوشاله! که په زړه لرې دعوې د سرورۍ د قاموس مانا × اصلي کلمه