غزل

چې دا هسې دې له جوره مشوش يم

خوشحال خان خټک

چې دا هسې دې له جوره مشوش يم

له ازاره مې حذر کوه، درد کش يم

که قوت دې د هاتي، په زړه مزری يې

زور، قوت راباندې مه کوه اتش يم

د جنون بخره مې اوس نه ده ځايي ده

چې مين په هغه کښلي پرېوش يم

څوک به ما غوندې يو هيښ، په زړه ساده وي

چې وفا غواړم له کښليو، په دا اش يم

لا ته څه وايې، چې ته په چا مين يې

په ايمان به درته وايم پنج و شش يم

که په در مې زر خريد گرځي بې شماره

و خپل يار ته زرپيرودی، دحبش يم

د ترخو مزه مې نه درومي تر ستوني

همېشه د شېرينيو مزه چش يم

غم د اور له تاوه زر لري چې کلپ وي

زما څه اندوه له اوره چې بې غش يم

ددې دور حريفان که شوده، پۍ دي

زه خوشحال د شودو پيو په سر رش يم

زما خوب له اندېښنو نه شي، بيدار شم

و عالم وته په دا تهجد گذار شم

غرونه، غرونه گناهونه را په ياد شي

و خپل خدای وته گويا په استغفار شم

استغفار په خوله، په زړه د شر فکرونه

بيا له خپله استغفاره شرمسار شم

ددې دور د شېخانو حال مې وکوت

چې ساعت ورسره کښېنم، ترې وېزار شم

ما دا هسې شېخۍ دوی وته بخښلي

په محشر دې د رندانو سره شمار شم

چې حلال کسب يې نه وي، شکرانې خوري

خدايه بځن په شېخۍ د شېخ رحمکار شم

دانا تار چې په جلي ذکر شېخان کا

کله زه په تاخت راضي په دانا تار شم

چې څرگنده سربازي کاندې د تورو

زه خوشال خټک تر هسې هنر ځار شم