غزل

چې دا هسې په پالنگ راغله نوخېزه

خوشحال خان خټک

چې دا هسې په پالنگ راغله نوخېزه

الوداع ده د خوشال خټک پرهېزه!

عقل و عشق چې سره دواړه په دعوه شي

بل مجال د عقل نشته بې گرېزه

هم په خپله جنگ آغاز کا جنگياليه

هم په خپله صلح کاندي صلح انگېزه

په بازۍ بازۍ وژلې گڼل نه شي

په خندا خندا خونونه کاخونرېزه

زه دکښليو په دا کار پورې حيران يم

چې له چا نه زده کوي هومره مکېزه

درسته شپه دې په کوڅه کې مرم له سوږه

لاس مې مات شه که دې نه کړم روږه بوږه

ته په څو بې غمه خاندې خوشالي کړې

زما غاړه په ژړا در پسې بوږه